کابل۔12اکتوبر (اے پی پی) په افغانستان كښې د پاكستان س??ير منصور احمد خان وئيلي دي نړیواله ټولنه دې طالبانو سره خبرو ته دوام وركړي٬ په افغانستان کښې سوله ، ثبات او امنیت ښه شوې۔ امريكائي مجلې سره “فارن پالیسی” سره يوه مركه كښې هغه ووئيل پاکستان په افغانستان کښې د بشري حقونو ، د مېرمنو د حقونو او په حکومت کښې د ټولو مذهبي او لساني ډلو د شاملولو ملاتړ کوي او داسې كو??ه مسئله په افغانستان كښې د طالبانو د حكومت په سفارتي كچه تسليمولو يا د مالياتي اثاثو غېر منجمد كو??و لپاره د سوده پازۍ په توګه كارولې نه شي۔ هغه ووئيل د افغانستان زياتره اولس د طالبانو د حكومت ملاتړ كو??٬ د پاكستان او افغانستان ترمینځ سوداګریز فعالیتونه مخ په زياتېدو دي۔ س??ير منصور احمد خان د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د اګست په 15نېټه په افغانستان كښې د طالبا??و حكومت نه وروستو د امن وضعه زياته ښه شوې ده ٬ د داعش د يو څو بريدونو نه سوا د سلامتيا حوالې سره كو??ه لويه پېښه نه ده رامخې ته شوې٬ په مجموعي توګه په افغانستتان كښې امنيتي وضعه پياوړې ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاكستان كو??ه خاص خوښي نه لري دغلته كه د هر چا حكومت وي نو وي دے ٬ مونږ ټول عمري له په دې خبره زور راوړے دے چې د افغانستان حكومت بايد يو مستحكم حكومت وي دغسې چې كو?? ترهګر يا عسكريت خوښې ډله دغلته خپله ځاله يا د پناه اخستو ځائې جوړ نه كړې شي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې د حكومت د بدلېدو نه وروسته دغلته د كو?? متفقه سياسي انتظام نشتوالي دلاسه يو قسم خلا وه ٬ امريكا د افغانستان د زر مبادله پنګې منجمد كړی چې ورسره افغانستان د بنيادي حاجتونو ترسره كو??و كښې ستونزو سره مخ دے ٬ بلخوا د افغانستان معیشت او بېنکاری لېن دېن فشار سره مخ دے له دې كبله د څيزونو رسنه كښې كمې رامخې ته شوې دې٬ د يخنۍ موسم راروان دے٬ دې صورتحال كښې شدت هم راتلې شي۔ هغه ووئیل چې ملګرو ملتونو او د دې د خوراك نړيوالې ادارې او د روغتيا نړيوالې ادارې افغانستان ته په بشري بنيادونو د مرستې سامان رسولې دې چې ورسره وضعیت ښه او مستحكم شوے دے او كه د مرستې سامان دا ډول رسنه روانه وساتلې شي او افغانستان سره مستحكمې راب??ې دغسې په ځائې پاتې شي نو افغانستان لپاره به په دې چېلجونو قابو موندل آسان شي۔ سفیر منصور احمد خان ووئیل چې طالبان د افغانانو د خوراکي ضرورتونو د پوره کولو لپاره جدي هڅې کوي او په دې لړ كښې له خپلو ګاونډیانو سره خبرې كو??۔ دغسې ګڼ شمېر سفارتي مشنز په كابل كښې دي د كو??و حكومتونه چې د مرستې كو??و هڅې كو??٬ كو??ې چې د طالبانو د نړيوالې ورورولۍ سره خبرو او دې كښې پېشرفت سره تړلي دي۔ په دې لړ كښې پراخا رابطه٬ بشري حقونه ٬ د مېرم??و حقونه ٬ د مېرمنو زده كړې او نورې اړوندې چارې زياتې مهمې دي۔ هغه ووئيل د طالبا??و حكومت د خپلو وګړو حاجتونه ترسره كو??و له او هغوي ته آسانۍ وركولو له جدي هڅې كو?? او له دې كبله اوس په پوله د كډوالو او خلكو تګ راتګ قابو كو??و كښې تر ډېره حده بهتري رامخې ته شوې ده ٬ د افغانستان پرېښودونكو كو??ه لويه شمېره نه ده ليدلې شوې او داسې به دغلته د څيزونو د كمي په صورت كښې شوي وو۔