اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي فضل الرحمان د پارلمان برخه نه دے، د هغه خبرې هم بې معنې دي، د مفادات سياست كوونكے نن 12م لوبغاړے ګرځېدلے، نه بېټنګ كولې شي او نه د باٶلنګ مو??ع لري، نواز شريف خو په خپله تښتېدلے، فضل الرحمان كه د نواز شريف دومره خېر خواه وي نو هغه دې بېرته راولي، د نېب آرډيننس مقصد د احتساب عمل لا موثره او بهتر كول دي، دوي ته يوازې د سېف الرحمان پشان د احتساب ادارې مشر پكار دے چې د خپلې خوښې احتساب وكړي. د ګل په ورځ د مو??انا فضل الرحمان په بيان په خپل غبرګون كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل حكومت پارلمان ته د نېب آرډيننس راوړي، كه اپوزيشن د نېب بندولو د 34 تراميم نه علاوه كوم بل وړاندېز لري هغه دې بحث لپاره راوړاندې كړے شي . ده ووئيل د مو??انا فضل الرحمان دانه اوبه بند دي ځكه د جمهوري حكومت رانسكورولو په ??از??ونو كښې شپه ورځ بوخت وي. ده ووئيل مو??انا صاحب په كال 2018م كښ?? اولس د ووټ په طاقت ستاسو پشمول اپوزيشن له عبرت ناكه ماتې وركړې وه. ناجائز، نااهل او نالائق حكومتونه هغه وو كومو چې تاسو ته په اقتدار كښې برخه دركړې وه او تاسو د هغوي سهولت كار جوړ شوي وې. ده ووئيل كه د اوسني حكومت انتخابي اصلاحات ستاسو خوښ نه وي نو خپل اصلاحات وړاندې كړې ، تاسو خو د درغلې نظام په وده كښې خ??ښي لرئ.