اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې په عشره رحمت اللعالمين كښې د ځوانانو او ماشومانو ګډون باوري كړئ او د رسول كريم صلی الله عليه وآله وسلم د ورځني ژوند اصول رامخې ته كړئ. ده دا سپارښتنه د ګل په ورځ د عشره رحمت اللعالمين او د دولسم رب??ع الاول په اړه د غونډې مشري كولو په ??ها?? وكړو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د عشره رحمت اللعالمين په اړه د جوړې لائحې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. په غونډه كښې وفاقي وزيرانو چوهدري فواد حسېن، نورالحق قادري او خاص مرستيالانو ډاكټر شهباز ګل او ارسلان خالد ګډون وكړو. وزيراعظم ووئيل حضور صلی الله عليه وآله وسلم ټول كائنات لپاره د رحمت په توګه نازل شوے. د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم سيرت ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے. دغسې وزيراعظم په دې ??ها?? سپارښتنه وكړه چې په عشره رحمت اللعالمين كښې د ځوانانو او ماشومانو ګډون باوري كړئ او د رسول كريم صلی الله عليه وآله وسلم د ورځني ژوند اصول رامخې ته كړئ.