اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې سي پېك به په معاشي او سماجي پرمختګ كښې مرستياله ثابت شي٬ د سي پېك په لومړي پړاٶ كښې د توان او مواصلاتو څانګې ته پام شوے، اوس صنعت ته وده وركوٶ٬ د كركيلې په څانګه كښې جديد ټېكنالوجي معرفي كېږي، د مټياري نه تر لاهور ټرانسمېشن منصوبې ??ره به لائن ل??سز تر څلور فيصده كمي كښې مرسته ترلاسه شي كوم چې وړاندې تر 17 فيصده ٶ، د يو فيصد لائن ل??سز مطلب د اربونو روپو زيان دے٬ كوم چې د برېښنا مصرف كوٶنكي زغمي، سي پېك پاکستان لپاره ډېره اهمه منصوبه ده، په دې د كار رفتار لا ګړندې كړې شي۔ دا خبرې وزيراعظم عمران خان د زيارت په ورځ د مټياري نه تر لاهور د 660 کے وي ټرانسمېشن ل??ئن منصوبې پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د 886 كلوميټره د اوږدې منصوبې لويه خوبي جدت دے او سټېټ آف دي آرټ منصوبې ??ره به د برېښنا د ټرانسمېشن ل??ئن ل??سز تر څلور فيصده نزدې دې او د دې ??ه وړاندې په هېواد كښې د لائن ل??سز شرح 17 فيصده ده۔ ده ووېيل د يو فيصد لائن ل??سز مطلب د اربونو روپو زيان دے او لائن ل??سز زياتېدو ??ره نېغ په نېغه اولس ځپلې كېږي ځكه چې لاسز اولس له برداشت كول وي۔ وزيراعظم ووئيل منصوبې ??ره به د برېښنا په ترسيل كښې زيانونه كم شي او منصوبه به ډېر زر خپل قيمت راوګرځوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل سي پېك د چين اولس مشر يو فلېګ شپ پروګرام دے چې پرې په پاكستان كښې په تندۍ ??ره جار روان دے۔ ده ووئيل د كورونا له امله ځينې ستونزې رامخې ته وې خو اوس سي پېك منصوبه په تندۍ ??ره مخ په وړاندې روانه ده۔ وزيراعظم ووئيل د سي پېك له مخې لومړې د برېښنا پېداوار، بيا سړكونه جوړولو او اوس د برېښنا ټرانسمېشن ته پاملرنه روانه ده۔ ده ووئيل د لائن ل??سز له امله د برېښنا د شته والي باوجود مصرف كوٶنكو ته په رسنه كښې ستونزې دي كومې چې د تكليف سبب دي او د دې سبب د ټرانسمېشن مسئلې دي۔ وزيراعظم ووئيل د مټياري نه تر لاهور د څلور زره مېګاٶاټ برېښنا د ترسيل دا منصوبه به د لائن ل??سز په كمي كښې مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل د سي پېك په لومړي پړاٶ كښې د توان او مواصلاتو څانګې ته پام شوے، اوس صنعت ته د ودې وركولو پړاٶ ته رسېدلې يو او د دې نه پس صنعتكارۍ ته پاملرنه روانه ده دغسې چې قامي دولت كښې اضافې ??ره د هېواد قرضې بېرته وركړې شي۔ ده ووئيل صنعت او د كركيلې څانګو كښې جديد ټېكنالوجي كارولو ??ره به خپل آمدن زياتولو ??ره د هېواد قرضې كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان د دې عزم پخلې وكړو چې د سي پېك منصوبو رفتار به اوس لا ګړندې شي٬ د کورونا وائرس وباء چې كومې مسئلې رامخې ته وې ھغه زمونږ لپاره امتحان ٶ۔ ده ووئيل د كورونا وباء له امله په نړيواله كچه د سپلائي چېن نظام د ځپلې كېدو په نتيجه كښې د غذائي مصنوعاتو بيعه زياتېدل عارضي ده۔ وزيراعظم ووئيل د واكسين د لارې د كورونا په وباء قابو موندلې كېږي چې ور??ره ئې وېره هم په كمېدو ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د سي پېك په منصوبو به كار ګړندې كېږي او د ګرانۍ عارضي مسئلې به ختمېږي