اسلام آباد29ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وئيلي دي په افغانستان كښې په سياسي توګه د طالبانو حكومت مستحكم دے خو افغان لنډ مهاله حكومت لپاره لوي چېلنج معاشي ګورننس دے، افغان طالبان نړيوالې ورورولۍ سر?? ښې اړيكې غواړي٬افغانستان تنها پرېښودل د طالبانو او نه د نړيوالې ورورولۍ په حق كښې دے، پاکستان د طالبانو نړيوالې ورورولۍ سر?? اړيكې جوړولو لپاره كردار لوبوي٬ نړيواله ورورلي هم بايد طالبانو سر?? اړيكې بحال كړي۔ د نهې په ورځ نجي ټي وي سر?? په خبرو كښې ده ووئيل افغانستان د امریکې لخوا د منجمند كړو لس اربه ډالرو په سبب ستونزو سر?? مخ دے ٬ افغان لنډمهاله حكومت څو ځله امريكې او لويدېزې نړۍ ته اپيل كړے چې زمونږ لس اربه ډالره اثاثې بحال كړې۔ ده ووئيل افغان حكومت د بېنكنګ څانګې رېګولېټ كولو لپاره اقدامات هم كوي چې اولس ته رېليف ترلاسه شي٬ كه اثاثې بحال نه شوې نو په افغانستان د كارباري ژوند سخت ځپلے كېدو اندېښنه ده۔ منصور احمد خان ووئيل د افغان حكومت نړۍ سر?? تعلق ډېر ضرورې دے، كه ھغه د سیکیورټي، معاشی یا پاتي نړۍ سر?? د کنیکټیوېټي ایشوز وي٬ تر اوسه د افغانستان بهر نړۍ سر?? اړيكې بحال نه شوې٬ د اروپا ځېنې هېوادونه هم د طالبانو حكومت سر?? اړيكې ساتل غواري، زه ګڼم چې نړيوالې ورورلۍ له به هم طالبانو سر?? اړيكې د معمول له ??خې كولو لپاره مېنځنۍ لاره راووستل وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان به ګاٶنډيانو هېوادونو سر?? په ګډه د افغانستان په معامله مخ په وړاندې ځي٬په دې وروستيو كښې هم د پاكستان چين او روسيه خاص استازو افغان اعلیٰ قیادت سر?? ملاقاتونه كړي٬ افغان وزيراعظم سر?? هم زمونږ اوږده ناسته شوې چې پكښې د امنيت او په اقتصادي وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ده ووئېل د ټولو نه لويه خبره دا ده چې څنګه د نړۍ افغانستان سر?? تعلق جوړ شي٬ په دې لړ كښې پاكستان او د منطقې نور هېوادونه هڅې كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب منصور احمد خان ووئيل پاکستان په تېرو څو كالو كښې د طالبانو او امرېكې ترمېنځه د امن لوظنامې كولو او د افغان امن عمل په لړ كښې كليدي كردار لوبولے ، نړۍ هم په افغانستان كښې د امن په لړ كښې د پاكستان د ستړو اعتراف كوي