پېنډې 25 ستمبر (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا د پيس مش 2021 مشقونو معائنه كولو لپ??ره د روسيې دوره وكړه. د وسله والو ځواكونو د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له لخوا د خالي په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا مشقونه د شنګهائي مرستې تنظيم ﴿اېس سي او﴾ تر سيوري لاندې كېږي. جنرل نديم رضا د تنظيم د غړو هېوادونو د چيفس آف جنرل سټاف په غونډه كښې ګډون هم وكړو په كومه كښې چې د بېلا بېلو سيمه ايزو، نړيوالو او جيو پولېټيكل چارو او په خاص توګه د افغانستان د صورتحال جاج واخستل شو. په غونډه كښې د نړۍ په بېلا بېلو منطقو كښې د ترهګرو ډلو په كارروائيو هم خبرې وشوې. د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا وېنا كولو ??ره ووئيل ??ې پاكستان به د منطقې پشمول په نړيواله كچه د امن، پرمختګ او خوشحالې شريك مقاصدو لپ??ره د شنګهائي مرستې تنظيم ??ره په ګډه كار روان ساتي. ده نړيوال امن او استحكام لپ??ره او د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان په بې مثاله قربانيو هم رڼا واچوله. جنرل نديم رضا ووئيل ??ې په افغانستان كښې امن او امان زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده كوم چې د منطقې د امن په غوره ګټه دے. په دې موقع د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا د رشين فېډرېشن چيف آف جنرل سټاف جنرل وائلرے دي ګراسيموف او د چين د پيپلز لېبرېشن آرمي چيف آف جوائنټ سټاف جنرل لي ژوچنګ ??ره ملاقاتونه هم وكړل. د ملاقاتونو په مهال د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا ووئيل ??ې پاكستان روسيې او چين ??ره شريكې دفاعي مرستې ته ډېر اهميت وركوي او په دې كښې لا پراختيا غواړي. ده ووئيل ??ې پاكستان په دې خبره باور لري چې دا هېوادونه شريكې د شريكې مرستې ودې ??ره د او??دې مودې ، تذويراتي اړيكو ته تر معنٰی وركوونكي حد پراختيا وركولې شي