اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان د اوورسیز چیمبرز آف کامرس اینډ انډسټریز به کاروباري اعتماد سروے كښې د پاکستان رینکنګ په ښه كېدو خوشحالي ښكاره كولو سره وئيلي دي هېواد كښې كاروبار لپاره ښه چاپيرچل او په خاص توګه د بهرنو سرمایه كارو باور دېر زيات شوے۔د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وز??راعظم عمران خان ووئيل په معاشی ډګر نور ز??ري راغلي۔ د اوورسیز چیمبرز آف کامرس اینډ انډسټریز او د آئی سي سي آئی د کاروباري اعتماد سروے (بي سي آئي) كښې پاکستان په مئی 2020 كښې د منفی 50 فیصد څخه په ښه كيدو 59 فیصد ښه والي نه پس اوس 9 ته راغلے۔ وز??راعظم ووئيل د اوورسیز چیمبرزآف کامرس اینډ انډسټریز غړو باور 108 فیصده انقلابی بدلون سره د 2020 منفی 74 فیصد په مقابل كښې 34 فیصد ته رسيدلے۔وزیراعظم ووئيل کاروبار او په خاص توګه د بهرنو سرمایه كارو په باور زياتېدو كښې لويه اضافه ده