اسلام آباد27جولائي (اے پي پي) پاكستان اوسعودي عرب د دوه اړخيزه اړيكو استحكام لپاره د لوړې كچې پرله پسې روابطو ته صلاح شوي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پلايو په كچه خبرې د نهې په ورځ شوي۔ د سعودي پلاوي مشر خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود او د پاكستاني پلاوي مشري خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وكړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې په دې خبرو كښې د دوه اړخيزه اړيكو او ګڼ اړخيزه څانګو كښې مرستې له د ودې وركولو پشمول د شريكې خوښې په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو بحث شوے۔ وزير خارجه د سعودي خپل همڅنګ شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود او د دوي د پلاوي خارجه وزارت ته په راتګ هركلے وكړو۔ شاه محمود قرېشي وو??يلپاكستان او سعودي عرب د مشتركه مذهبي٬ كلتوري او تاريخي اقدارو سره د ورورولۍ ژور مراسم لري٬ دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل بشپړه ملګرتيا كړې۔ خارجه وزير وو??يل پاكستان د سعودي عرب د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا تحفظ لپاره د ملاتړ روان ساتلو عزم كړے٬ د پاكستانيانو په زړونو كښې سعودي عرب او خادمېن حرمېن شريفېن لپاره ډېر عقيدت دے ٬ ځكه مونږ د سعودي سوكالي ٬ تعمير او پرمختګ خپله ترقي ګڼو۔ خارجه وزير په منطقه كښې امن په خاص توګه د خليجي هېوادونو ترمېنځه د شخړو هواري لپاره د سعودي عرب د فعاله كردار ستائنه كولو سره وو??يل دكشمير په مسئله او د هند لخوا د پنځم اګست كال 2019م د يو اړخيزه او غېر آئيني اقداماتو نه پس د سعودي عرب سيمه ايزو او په نړيوالو فورمونو د پاكستان د موقف ملاتړ د ستائنې وړ دے ۔ شاه محمود قرېشي وو??يل د او آئي سي جمو و كشمير لپاره كنټكټ ګروپ كښې د سعودي عرب په مثبت كردار ?? قيادت مننه كوٶ۔ ده وو??يل د سوئيلي آسياء پشمول ګرده نړۍ كښې مېشته مسلمانان د خپلو حقونو تحفظ لپاره خپل توقعات د سعودي قيادت څخه لري۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب دورې او د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان راتګ حواله وركولو سره وو??يل اعليٰ كچ روابطو څخه د پاكستان او د سعودي عرب ترمېنځه اړيكو ته پراختيا ترلاسه شوې ۔ ده وو??يل په سخته وضعه كښې د سعودي عرب لخوا پاكستان ته په وركړې شوي معاونت د سعودي ?? قيادت ممنون يوو٬ د دوه اړخيزه سياسي٬ اقتصادي٬ سرمايه كارۍ موقعو او د دفاعي مرستې پحقله تفصيلي خبرې شوې??خا??جه وزير وو??يل په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې ودې لپاره د سپريم كوآرډينېشن كونسل جوړولو عملي اقدام پېل كول خوشبينه دي ٬ په خبرو اترو كښېافغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو وتلونه پس په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزيرووئيل پاكستان، په منطقه كښې د امن او استحكام خوشآ لري٬ د افغان كشالې سوله ايز حل لپاره دې نړيواله ورورولي په افغان قيادت زور رواړي چې ھغوي د جامع خبرو اترو د لارې د افغان مسئلې سوله ايز سياسي حل راوباسي۔ شاه محمود قرېشي وو??يل د پاكستان د موثره حكومتي لائحې له امله د كرونا وائرس وباء صورتحال د منطقې د نورو هېوادونو په نسبت ډېر ښه دے ٬ هيله لرو چې د صورتحال له مخې به پاكستانيانو لپاره د سعودي عرب لخواد ويزه په بندېزونو نظر ثاني وكړې شي