پېنډې 11 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې په كشمير كښې به هم د پي ټي آئي حكومت جوړېږي، افغانستان خپلواكه هېواد دے، افغانان چې كومه پرېكړه وكړي، مونږ ته به قبوله وي. د اتوار په ورځ په پېنډې كښې د آزاد كشمير د ??نت??ابي كمپائن په لړ كښې د جوړې شوې دستورې په مهال مې??يا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې په كشمير كښې به پاكستان تحريك انصاف تاريخي كاميابي ترلاس?? كوي. د افغانستان صورتحال په اړه وفاقي وزير ووئيل چېې وزيراعظم عمران خان په واضحه توګه وئيلي دي چې په د پاكستان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد ونه كارول شي. ده ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې ام?? غو??ړو ، مونږ غو??ړو چې افغان مشران په خپلو كښې كښېني او مسئله د خبرو د لارې حل كړي. ده ووئيل چې تر څو په افغانستان كښې ام?? نه وي، په منطقه كښې تجارت وده نه شي كولې. په افغانستان كښې ام?? د ټولې منطقې په ګټه دے. ده ووئيل چې د پاكستان پاليسي ډېره واضحه ده چې افغانستان يو خپلواكه هېواد دے، په دې كښې ب?? كومه مداخله نه كېږي. افغان قوم چې كومه پرېكړه وكړې، هغه به مونږ ته قبوله وي.