اسلام آباد 02جولائي (اے پي پي)صدرډاکټر عارف علويد پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د اقتصادي او سرمايه كارۍ مرستې لا ??ستحكمولو په حاجت زور رواړلو سره وئيلي دي دواړه هېوادونه په شريكه عقيده٬ ??لت??ر٬ دود او د شريكې خېرسګالۍ په بنياد اړيكې لرې كومو ته چې شريكې ګټې لپاره لا ??راختيا وركول پكار ده۔ صدر دا خبرې پاكستان كښې د سعودي سفير نواف بن سعيد المالکي سره كړې چا چې د جمعې په ورځ ايوان صدر كښې دوي سره ملاقات كولو۔ صدرووئيل پاكستان د توان، سائنس، ټيکنالوجۍ، كركيلې او??لت??ر پشمول د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې له خوښي لري٬ دواړو هېوادونو ل?? شريكې ګټې له اړيكو ته وده وركول پكار ده۔ ده ووئيل د پاكستان كميونټي د سعودي عرب په سماجي او معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي٬ هيله لرو چې د كرونا صورتحال بهترۍ سره به د سعودي واكداران د پاكستان په وګړو د سفر په بنديزونو كښې آسانۍ راپېدا كړي۔ صدر عارف علوي ووئيل د پاكستان اولس او حكومت د خادمينِ حرمين شريفين او د سعودي عرب قيادت ته د احترام په ںظر ګوري۔ ده ووئيل پاكستان د ميډيا او د ??لت??ر په مېدان كښېدوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركول غواړي۔دغسې صدر په سختو وختونو كښې د پاكستان په مرسته كولو د سعودي عرب د مرستې ستائنه وكړه او په اسلامي نړۍ كښې د اتحاد زياتوالي٬ سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا لپاره د سعودي عرب د هلو ځلو ئې ستائنه وكړه۔ ??ه دې موقع د سعودي سفير ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د معيشت، تجارت او ??لت??ر په څانګو كښې مرستې له وده وركولو ته اړتيا ده۔