چړھوئی ۔02جولائی(اے پی پی) د کشمير او ګلګت ب??تس??ان د چارو وفاقي وزير علي امين ګنډاپور د آزاد کشمير خلقو څخه غوښتنه کړې چې د کشمير خپلواکۍ او د خپلو ماشومانو سباؤن لپاره عمران خان له رائې وركړي۔ د ګلګت ب??تس??ان په ډول دې د آزاد كشمير اولس هم تحر??ك انصاف كامياب كړي۔ پي ټي آئي به آزاد كشمير كښی د 70 كالو محرومي ختمه كړي۔ هغه د جمعې په ورځ د قانون سازې اسمبلۍ حلقه ا??ل اے 12 چړھوئي څخه د تحر??ك انصاف كانديد چوهدري شوكت فريد د ټاكنو كمپائن په لړ كښې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔ اولسي غونډې ته د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد هم خطاب وكړو۔ هغه ووئيل كه په آزاد كشمير كښی تحر??ك انصاف كامياب شو نو څنګه چې مو ګلګت ب??تس??ان له د 370 اربه روپو پېكج وركړے دغسې به كشمير له هم د 500 اربه روپو پېكج وركوؤ۔ هغه ووئيل د تحر??ك انصاف هر يو غړے آزاد كشمير كښې د عمران خان سفير دے۔ تاسو به يوازې ووټ نه وركوې بلكې هر يو كور نه به د عمران خان سپاهي او سفير په توګه ووټ غوښتل وي۔ هغه ووئيل د آزاد كشمير اولس له به دا پرېكړه كول وي جې هغوي ډاكوان او غله غواړي يا خپل حقونه۔ هغه ووئيل ګلګت ب??تس??ان كښی څلور نوې ضلعې جوړوؤ۔ دلته به د څښلو پاكو اوبو مسئله حل كړؤ۔ دلته به ځوانانو له سټېډيم جوړوؤ۔ هغه ووئيل د عمران خان جنګ زمونږ راتلونو نسلونو لپاره دے۔ دا جنګ د آزاد كشمير خېر ښیګړې او د مقبوضه كشمير آزادۍ له دے۔ هغه ووئيل د آزاد كشمير اولس ته عمران خان د ټول ټاكنو نه وړاندې صحت كارډ وركړے۔ هغه ووئيل تاسو ټول آز??ائيلې دي اوس به عمران خان له ووټ وركول وي چا چې نړۍ سره مخامخ خبره كړې ۔ د وزيراعظم ښكاره دريځ دے چې هغه به د خپل هېواد مفاد له پرېكړه كوي۔