اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د بار او بېنچ پشان بار او د قانون وزارت هم يو بل سره پوخ تړون لري، د قانون وزارت لخوا بار اېسوسي اېشنز سره د مرستې به پياوړې نتيجې راوځي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ بار اېسوسي اېشنز ته د چېكونو وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د قانون او انصاف وزير فروغ نسيم، د قانون او انصاف پارلماني سېكرټ??ي مليكه بخاري، د پارلمان غړي او د ټول هېواد څخه د بار اېسوسي اېشنز مشران په لويه شمېره موجود وو. وزير مملكت فرخ حبيب په خپله وېنا كښې ووئيل چې د هېواد بنياد قائداعظم كوم چې يو وكيل و، ايښے و، قائداعظم هم تور كوټ او ټائي اغوستې وه، هغه عظيم انسان او عظيم لارښود و كوم چې آزاد هېواد ترلاسه كولو لپاره مركزي كردار ترسره كړے و. ده ووئيل چې ما ع??لي هڅې د عدليه د بحالې ت??ري?? څخه پېل كړې وې، د وكيلانو د ت??ري?? برخه پاتې شوے يم، ډېر د نز??ې نه مې كتلي چې د وكيلانو په ت??ري?? كښې شامل خلقو پوليس كورونو ته راوغوښتل او ګرفتارې ئې وركړې. وزير مملكت ووئيل چې په ښه قانون سازې كښې دې بار اېسوسي اېشنز د قانون د وزارت ملګرتيا وكړي.