اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د هېواد معيشت لپاره د انفارميشن ټيکنالوجي په اهميت زور رواړولو سره وئيلي دي پاکستان كښې د آئي ټي په څانګه كښې د سرمايه كارۍ ?? لارې د پرمختګ بلها امكانات موجود دي٬ مصنوعي ذهانت او بلاك چين ټيکنالوجيز سره به پاکستان د آئي ټي برآمدات تر كال 2023 تر 5 ارب ډالرو زياتولو صلاحيت ولري۔ د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې د لاهور چېمبر آف كامرس انډسټري وړومبني آئي ټي اېوارډز دستورې ته خپله وېنا كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل پاکستان په منطقه كښې د جيو سټراتېژك او جيو اكنامك مركز جوړېدو پلو روان دے٬ د هېواد ځوانان د ماركيټ د ضرورتونو له مخې د تعليم او تربيې د لارې هنر مند جوړولو ته اړتيا ده ۔ پ?? دې موقع ده د ګډون كوٶنكو هركلي كولو سره ووئيل د آئي ټي ايوارډز اهتمام سره كه يو خوا پ?? دې څانګه كښې د ځانګړې كاركردګۍ اعتراف دې نو بلخوا د برآمد كوونكو ډاډګيرنه هم شوې ده۔ ده ووئيل پاكستان د ذهانت په بنياد د مخ په وړاندې تګ بشپړه صلاحيت لري٬ پ?? دې لړ كښې د كورونا وباء په مهال د ډيټا په بنياد د پرېكړو٬ د انسانيت په احساس اډانه منصوبه بندۍ او الله پاك سره د تعلق په بنياد د سمارټ لاك ډاؤن لائحې سره كاميابي ترلاسه شوې چې نړۍ ئې اعتراف كوي۔ په دستوره كښې د لاهور چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري صدر ميا?? طارق مصباح د ايوارډز دستوره په ايوان صدر كښې په كولو د صدر مملکت ډاکټر عارف علوي مننه وكړه