اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف وفاقي حکومت به د جمعې په ورځ خپل درېم كلن بجټ وړاندې كوي او دا په يو داسې موقع وړاندې كېږي كله چې نړۍ د كرونا وائرس درېمې چپې سره مخ ده او د دې په نتيجه كښې د پاكستان پشمول د ګردې نړۍ معيش??ون?? ځپلې شوي۔ د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين به بجټ په قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كوي۔ د سرکاري ذريعو له مخې د اقتصادي س??ون??و او چېلنجونو باوجود د تحريك انصاف حكومت محصولات لپاره هدف او پرمختيائي منصوبو لپاره فنډز كښې د اضافې پرېكړه كړې ٬ په نوي بجټ كښې د كرونا وائرس له امله په اولس او كاروبار اثرات٬ په اولسي س??ون??و كښې كمے، د زرعي څانګې پرم??تګ او د دې جديد كول٬ كاروبار او سرمايه كارۍ لپاره د ښه چاپېرچل وركړه او د دستاويزي معيشت هدفونه تر نظره ساتلې شوي٬ مالياتي انتظام او انصرام سره سره د ريونيو اضافه٬ معاشي استحكام او شرح نمو٬ په غېر پرمختيائي خرڅونو كښې كمے٬ برامدات او د ورزګار په موقعو كښې زياتوالے٬ سماجي او اقتصادي پرم??تګ او سوكالي او اولس دوسته پاليسۍ د بجټ په ځانګړو خصوصياتو كښې شامل دي۔ په نوي بجټ كښې به د سماجي څانګې پرم??تګ ته په خاص توګه پام كولې شي٬ بجټ كښې د حكمرانۍ اسلوب ښه كولو لپاره اصلاحات او په نجي سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره سهول??ون?? او د اقدا??ات?? اعلان هم متوقع دے٬ حکومت په بجټ كښې د نوې ټېكس نه لګولو پرېكړه د مخكښې نه كړې ٬ خو په ريونيو كښې اضافه٬ د ټېكس د بنياد پراختيا او ټېكس وركٶنكو لپاره د سهول??ون?? وركولو لپاره به اقدامات كولې شي ځكه چې په ريونيو كښې ښې اضافې سره به د اقتصادي شرح نمو هدفونه سر كړے شي۔ ذريعو له مخې حكومت په نوي بجټ كښې د 5800 اربه روپو محصولاتو هدف ټاكلے ٬ د نوي وفاقي بجټ په تناظر كښې به د كال 21-2020 اقتصادي جائزه راپور (نن) د زيارت په ورځ وړاندې كولے شي۔