اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان افغانستان سره اړيكې قوي او مستحكم كولو لپاره پوخ عزم لري، د تورونو لګولو منفي بيانونه افغان امن عمل او دوه ??ړخيزه اړيكې مثاتر كولې شي. ده دا خبرې د افغانستان د اولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو. د خبرو په مهال په دوه ??ړخيزه اړيكو او د افغانستان د سولې عمل پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې. خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې افغانستان زمونږ ګاونډي او ورور هېواد دے. دواړه هې??اد??نه يو ډول تاريخ، مذهب او كلتوري اقدار لري. خارجه وزير ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د دو اړخيزه اړيكو قوي او مستحكم كولو پوخ عزم لرو. د دواړو هې??اد??نو ترمېنځه د پارلماني روابطو وده دوه ??ړخيزه اړيكې مستحكم كولو لپاره مهمه ده. خارجه وزير د افغانستان د سولې په عمل كښې د پاكستان د اخلاص د هڅو حواله وركولو سره د جامع مذاكراتو د لارې د افغانستان د مسئلې په پوخ سياسي حل زور راوړو. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې د تورونو لګولو منفي بيانونه افغان امن عمل او دوه ??ړخيزه اړيكې مثاتر كولې شي، د افغانستان د سولې عمل پشم??ل په منطقه كښې امن لپاره به هڅې روانې ساتو. خارجه وزير په عزت سره د افغان كډوالو زر خپل هېواد ته ستنېدو لپاره د نړيوالې ټولنې د مرستې په ضرورت زور راوړو. د افغانستان د اولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني په افغانستان امن لپاره د پاكستان د صلح كردار ستائيلو سره د خارجه وزير شاه محمود قريشي او د پاكستان د مشرتابه مننه وكړه