اسلام آباد 21 مئي (اے پ?? پي) وزير اعظم عمران خان وئيلي دي د اعلي ٰ تعليم وده د هېواد د پرمختګ ذريعه ده، د صوبو په مشاورت د تعليم بجټ كښې د زياتوالي اراده لرو۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د اعليٰ تعليم ودي په اړه يوه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود، د وزير اعظم ټاسك فورس چيئرمېن پروفيسر ډاكټر عطا الرحمان، د لوړو ودكړو لنډ مهاله چيئرم??ن انجينئر فاروق بزائي، اي??زيكټو ډائريكټر اي?? اي سي ډاكټر شائسته سهيل، چيئرمېن نيا ټيل راشد خان، چيف اي??زيكټو آفيسر ټيلي تعليم اسد كريم او سينئر افسرانو ګډون وكړو۔د وزيراعظم ټاسك فورس چيئرمين پروفيسر ډاكټر عطا الرحمان غونډي له د اعلي تعليم ودي لپاره اي?? اي سي ته پكار وسائل او د ټيكنالوجي ??ست??مال په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډي ته د اعلي تعليم لپاره وسائل زياتولو له تجاويز هم وركړے شول۔وزيراعظم ووئيل د اعلي تعليم وده د پرمختګ ذريعه ده۔پرمختللي هېوادونه د خپلې جي ډ?? پي زياته برخه په تعليم خرڅ كوي چې له امله ئې هغه هېوادونه نور هم سوكاله طېږي۔اعلي تعليم لپاره مالي وسائلو زياتولو په لړ كښې وزير اعظم د تعليم وفاقي وزير ته سپارښتنه وكړه چې د منصوبه بندۍ وفاقي وزارت او د خزاني وفاقي وزارت ، تعليم او د خزانې صوبائي وزارتونو سره په سمدستي توګه مشاورت وكړي چې پكښې اعليٰ تعليم لپاره د وسائلو زياتولو نشاندهي وكړي او په يوه اوونۍ كښې سفارشات وړاندي كړي۔ وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د صوبائي حكومتونو په مشاورت سره راروان مالي كال بجټ كښې د اعليٰ تعليم لپاره د بېلو شوو روپو زياتولو اراده لري