انقره 19 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په بې ګناه فلسطينيانو د روانو ظلمونو پلو د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولو لپاره د شورو په ورځ د تركيه څخه نيويارك ته روان شوے او د فلسطين سوډان او تركي?? خارجه وزيران هم م??دوم شاه محمود قرېشي سره ملګري وو۔ خارجه وزير به د مئي په 20مه نيټه د زيارت په ورځ د فلسطين پحقله د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په هنګامي غونډه كښې ګډون كوي۔ خارجه وزير به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم عمران خان پ?? خاص امر د پاكستاني قام د جذباتو ترجماني كولو سره د مظلومو فلسطينيانو په ضد د روانو ظلمونو لاره نيولو لپاره بشپړه غږ پورته كوي۔ خارجه وزير به په نيويارك كښې د عمومي اسمبلۍ صدر پشمول مهمو ش??صي??تو سره ملاقاتونه د ځائي او نړيوالې ميډيا نمائندګانو سره خبرې كوي او په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د پاكستان نكته نظر وړاندې كوي