اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د اختر په موقع د كورونا په وجه چې كوم خلق معاشي ستونزو سره مخ دي، د هغوي دې خاص خيا?? وساتلې شي، د كورونا وائرس څخه د بچ كېدو تدابي?? دې نظرانداز نه كړے شي. صدر مملكت د وړوكي اختر په موقع په خپل پېغام كښې ټول پاكستاني قوم او اسلامي نړۍ ته مباركي وركولو سره دعا وكړه چې دا اخت?? دې زمونږ په ژوند كښې ډېرې ??وشحالې راولي. ده ووئيل چې د رمضان المبارك په بركت لرونكو ساعتونو كښې د روژې او تراويح توفيق پ?? يقيني توګه ډېر لوي سعادت او نيك بختي ده. د روژې د لارې په مونږ كښې د تقوٰی او د غريبانو د مرستې كولو د جذبې پېدا كېدو موقع په لاس راغلې وه. بايد مونږ هڅه وكړو چې په دائمي توګه په دې عمل وكړو. ده ووئيل چې د اختر په موقع دې د ضروت لرونكي او محتاج خلق پ?? خپلو خوشحالو كښې شريك كړے شي. ده ووئيل چې د اختر په موقع د كورونا په وجه چې كوم خلق معاشي ستونزو سره مخ دي، د هغوي دې خاص خيا?? وساتلې شي. صدر مملكت ووئيل چې د الله تعالٰی لخوا په دې وخت كښې ټوله نړۍ د كورونا وائرس په ازمېښت كښې ده. دې وبا زمونږ په ګاونډي هېواد كښې ډېر تكليف وركوونكې صورت اختيار كړے. الله تعالٰی خپل خاص لطف و كرم سره زمونږ خوږ وطن د كومې لوئې پېښې څخه محفوظ ساتلې. بايد په دې مونږ د الله تعالٰی مننه وكړو. ده ووئيل چې د كورونا وائرس څخه د بچ كېدو تدابي?? دې نظرانداز نه كړے شي. ده ووئيل چې دعا دې وكړې شي چې لوي څښتن دې مونږ د دې وبا د تباهې څخه محفوظ و مامون كړي.