اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د كشمير كمېټې چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئيلي دي د مودي حكومت د كشميريانو د آزادې هڅې تر پښو لاندې كولو لپاره هره لار خپلوي ، خو كشميريانو نه كله سر ټيټ كړے او نه كله خرڅ شوي ، پاكستان د الله تعالٰی نعمت دے، د كشمير پارلماني كمېټي به د كشمير ??خړ?? په هر يو فورم پورته كوي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ په فېصل مسجد كښې د نامتو كشميري حريت لارښود اشرف صحرائي ?? جنازې غائبانه مونځ ادا كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. شهريار آفريدي ووئيل اشرف صحرائي يو داسې مرد مجاهد مومن ؤ چې په شهادت ئې هر يو مسلمان فخر كوي. هغه د خپل شهيد زوي مړے د هند څخه ترلاسه كولو لپاره درخواست هم نه دے كړے. 78 كلن لارښود د باطل په وړاندې سرټيټ نه كړو او يو تاريخ ئې رقم كړو. مونږ د هغه استقامت ته سلام كوو او د هغه د جنازې غائبانه مونځ به په ټول پاكستان كښې ادا كولے شي. ده ووئيل د كشمير پارلماني كمېټي به د كشمير ??خړ?? هر يو فورم ته رسوي. د دې څخه وړاندې په فېصل مسجد كښې د اشرف صحرائي ?? جنازې غائبانه مونځ ادا كړے شو چې پكښې په لويه شمېره خلقو ګډون وكړو. د جنازې د مونځ امامت حريت لارښود غلام محمد صفي وكړو.