اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي حا??ظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي سعودي سره پاكستان د ورورلې ژورې اړيكې لري، د تېرو اوو مياشتو په مهال په هېواد كښې د مذهب د سپكاوي كو??ه پېښه نه ده رامېنځ ته شوې، په هېواد كښې ټول اقليتونه بشپره مذهبي آزادي لري، د اروپائي ائتلاف قرارداد د زمكيزو حقائقو په ضد دے، مونږ د دغې غندنه كو??، وزيراعظم به د سعودي دورې په مهال د سعودي مشرانو پشمول هلته پاكستانېانو سره هم ملاقات كو??، د فلسطين په مسئله، د اسلامو فوبيا او د توهين رسالت﴿ص﴾ په ضد ټوله نړۍ د پاكستان د دريځ تائيد كو??. ده دا خبرې د ګل په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كو??و په مهال وكړې. ده ووئيل د اسلامي امت د مسائلو يواځنے حل په وحدت او اتحاد كښې دے. نن وزيراعظم د اسلامي مرستې تنظيم د هېوادونو سفيرانو سره ملاقات كړے او دوي سره ئې په بېلا بېلو معاملو خبرې كړي. وزيراعظم سفيرانو ته وئيلي دي چې ټول اسلامي هېوادونه دې شريك دريځ خپل كړي، لوېديځو هېوادونو ته به باور وركول وي چې مونږ خپل نبي پاك ﴿ص﴾ سره څومره مينه لرو. وزيراعظم ووئيل اسلام د امن او سلامتيا دين دے، ترهګرې سره تړل ډېر لوي ظلم دے. حا??ظ طاهر محمود اشرفي ووئيل سفيرانو وزيراعظم ته د مېډيا په اړه هم تج??يزونه وركړي او د وزيراعظم د سوچ او فكر ستائنه كو??و سره ئې وئيلي دي چې دوي به ??ه دې معامله هر ډول ممكنه مرسته كو??. د وزيراعظم خاص استازي ووئيل مونږ ته پكار دي چې د رمضان المبارك په وروستې عشره كښې خاص دعاګانې وغواړو. بايد مونږ يو بل لپاره د ورورولې او مينې جذبه ??ېدا كړو. ده ووئيل اسلامي او عرب هېوادونو سره د پاكستان اړيك?? قوي شوي. د فلسطين په مسئله، د اسلامو فوبيا او د توهين رسالت﴿ص﴾ په ضد ټوله نړۍ د پاكستان د دريځ تائيد كو??