اسلام آباد۔4اپریل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان اولس سره لوظ كړے دے چې د روژې مباركې مياشت په مهال به يوټې??ټي سټورز كښې د ضرورت څيزونو شتون باوري كولې شي۔ د اتوار په ورځ د جھنګ يو وګړي په يوټې??ټي سټورز كښې د ضرورت څيزونو شتون په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل حكومت به د روژې مباركې مياشت په مهال يوټې??ټي سټورز كښې د ضرورت څيزونو شتون باوري كوي دغسې چې اولس ته په ارزان نرخ اوړه ٬ غوړي٬ چيني او د ضرورت نور څيز??نه ترلاسه شي۔ وزیراعظم ووئيل د احساس پروګرام ترسېوري لاندې د 75 فيصده پاكستاني وګړو ډېټا مرتب كړے شوے دے دوئي ته به په ارزان نرخ د ضرورت څيز??نه وركولې شي۔ هغه ووئيل عام وګړي ګرانۍ نه بچ كولو له به هم ګامونه پورته كولې شي۔