اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)د وزيراعظم عمران خان په سپارښتنه د وزيراعظم صلاحكار بابر ا??وا?? په مشرۍ كښې د شورو په ورځ په پارليماني وزارت كښې بهرنو هېوادونو كښې پاكستانو ته د ووټنګ حق وركولو او د اي ووټنګ په لړ كښې د اعلٰی پاې غونډه وشوه۔په غونډه كښې د اړوندو څانګو مشرانو ګډون وكرو۔د پارليماني چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د اي ووټنګ اقدامات په سمدستي توګه بشپړولو لپاره د ګل په ورځ د پارليماني چارو په وزارت كښې نورو اړوند ادارو سره غونډه كولې شي چې پكښې به د نادرا٬د س??ئن?? اينډ ټېكنالوجي وزارت٬انفارمېشن ټېكنالوجي وزارت٬الېكشن كمېشن آف پاكستان او سمندر پورې غاړه پاكستانيانو ډويژن چارواكي ګډون كوي۔په دې موقع د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر ا??وا?? ووئيل بهرنو هېوادونو كښې پاكستانيان د هېواد قيمتي اثاثه ده كوم به چې حكومت په هر ح??ل كښې په جمهوري عمل كښې شريكوي او د دوي به په ټاكنو كښې برخه اخستل باوري كولې شي٬د اي ووټنګ په لړ كښې حكومت به زر تر زره قانوني او انتظامي پړاؤ بشپړ كړي۔دغسې وزيراعظم صلاحكار تراوسه د شوې كاركردګۍ بشپړ جاج واخست