اسلام آباد 15 مارچ(اے پی پی)وزيرا??ظم عمران خان وئېلي دي بلوچستان او پخوانۍ قبائېلي سيمې د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن په ټاكنو كښ?? اول نظرانداز كړے شوے وې٬د ستاسو ټاكڼه دغې سيمو اولس لپاره د اعزاز خبره ده ٬ دې سره به وفاق لا مضبوط شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او دوهم چيئرمېن مرزا محمد آفريدي سره په خبرو كښ?? كړی چا چې د ګل په ورځ هغه سره ملاقات كولو۔د دفاع وزير پروېز خټك هم د ملاقات په مهال موجود ؤ ۔وزيرا??ظم عمران خان چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن له په دې مهال مباركي وركړه۔ده ??وئ??ل په سېنېټ كښ?? د بلوچستان او د پخوانو قبائېلي سيمو څخه د تعلق لرونكو لارښودو مشري د دغه سيمو اولس لپاره د اعزاز خبره ده كومې چې په وروستيو كښ?? نظرانداز كړے شوې وې۔ده ووئېل دې سره به وفاق لا قوي شي۔۔وزيرا??ظم هيله څرګنده كړه چې د سېنېټ چيئرمېن به په خپل دوهم دور كښ?? د سېنېټ ذمه وارۍ هم په هغه ډول ترسره كړي څنګه چې هغه په تېر وخت كښ?? ترسره كړي۔دغسې وزيرا??ظم د سېنېټ چيئرمېن او ډپټي چيئرمېن لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه