اسلام آباد 09 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كوم قامونه چې اخلاقي اقدار او انصاف د لاسه وركړي هغه تباہ كيږي. بدعنوانه عناصر د خپل ناجائزه دولت په زور د غیر قانوني ذريعو او مني لانډرنګ څخه د روپو منتقل كولو د مخنيوي ادارې کمزوري كوي۔ د بده مرغه دا ډول عناصر ټولنه كښې کرپشن د قبلولو وړ ګرځوي او بيا وائي هم ” چې څوك ئې خوري هغه ئې لګوي هم” او د “اېك زرداري سب پر بهاري” نعرې وهي۔ د وزیراعظم په مشرۍ كښې د وفاقی کابینې غونډه د نهي په ورځ و??وه۔ د غونډې په پيل كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل د سېنېټ ټاكنې چې په څه ډول شوي، هغه د ټولو په وړاندې دي۔ زه د کابینې په وړاندې د ملګرو ملت??نو د عمومي سيكتر جوړ شوے پینل رپورټ ” فیکټ آئی” وړاندي كوم، دا رپورټ د پرمختګ كوونكو او غریبو هېواد??نو لپاره د اندېښنې وړ دے۔ د رپورټ تر مخه هر كال د غریبو هېواد??نو څخه يو ??ر اربه ډالره په غیر قانوني توګه د منی لانډرنګ د لارې مالداره هېواد??نو ته منتقل كيږي كوم چې “ټیکس هیون” دي۔ د يو ??پورټ له مخې غریبو او پرمختګ كوونكو هېواد??نو څخه د بدعنوانۍ د لاري 7 زره اربه ډالره د غلا روپۍ په دغه هېواد??نو كښې پرتې دي۔ په دې كښې حکمران اشرافیه ككړه ده۔ وزیراعظم ووئيل د غريبو هېواد??نو نواز شریف او زرداري د غلا روپۍ بهر ليږي، كومې ادارې چې په بدعنوانې او مني لانډرنګ نظر ساتي هغه ادارې كمزورې كوي. دوي داسې مېګا پروژې پېل كوي د كومو چې اولس ته ضرورت نه وي خو د دې كك بېكس زيات وي. ده ووئېل د دې بدعنوانې له امله هېواد مقروض شي او د دې زور د اولس نه د ګرانې د لارې اوځي. وزيراعظم ووئيل بدعنوانه عناصر د ناجائزه پېسې د لارې مېډيا هاٶسز او نورې ادارې اخلي او هغه استعمالوي او د دې تر ټولو لويه بدمرغي دا ده چې په ټولنه كښې كرپشن ټولو لپاره د قبلولو وړ كړي. بيا كرپشن بد نه ګڼلے كېږي.بيا دا سوچ وده وكړي چې كه په خپله ئې خوري نو په نورو ئې هم خوري او ايك زرداري سب پر بهاري ، څوك چې اخستل خرڅول كوي هغه د سياسي بصيرت خاوند ګڼلے كېږي. وزيراعظم ووئيل د قام اخلاقيات جې ختم شي دا تر ټولو لوي زيان وي. هغه قام بيا انصاف نه شي كولے، كوم قام چې اخلاقي اقدار نه لري هلته طاقتور ته اېن آر او او غريب له سزا وركوي. د انصاف ختمېدو نه پس يو ??مېر قامونه تباه شوي. ده ووئيل د حديث مفهوم دے هغه قامونه تباه شوي ، چرته چې غريب او امير لپاره د انصاف جلا جلا معيار وي. ده ووئيل د كوم قام چې اخلاقي معيار نه لري هغه كله هم انصاف نه شي كولې. المان او جاپان تباه شو?? وو، خو دواړه په خپلو پښو اودرېدل. وزيراعظم ووئيل ټولو ته معلومه ده چې د سېنېټ په ټاكنو كښې څرګنده پېسه چلېږي. ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو او په ټاكنو كښې د الېكټرانك ووټنګ مشين استعمال په اړه د پرمختګ به په هره يوه غونډه كښې جاج اخلم. په كوم ډول چې د سېنېټ اوسنې ټاكنې شوي، مونږ داسې نور نه شو زغملې. مونږ له يو ??پېځلے نظام رامخې ته كول دي. د دې څخه وړاندې د كابينې غونډه د وفاقي وزير پير نورالحق د تلاوت كولو نه پیل شوه