اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) د ق??مي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي كه څوك د وزيراعظم د ق??مي اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ ??خستو په ورځ د غړو شمېره د 178 نه كمه ثابت كړي نو زه به له خپلې چوكۍ نه استعفې وركړم۔ پرېس ګېلري د پارليمنټ برخه ده۔ خبريالانو ته د هر ډول آسانۍ به باوري كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره په ګډه د ميډيا سېنټر پرانستې په موقع وكړه۔ په دې موقع د پارليماني رپورټرز اېسوسی اېشن عهدېدار او نور شخصيات هم موجود وو۔ په میډیا سېنټر كښې رپورټرز او كېمره مېنانو ته بېلې آسانۍ وركړې شوي ۔ د ق??مي اسبملۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل پرېس ګېلري د پارليمنټ برخه ده له دې كبله خبريالانو ته آسانۍ وركولې شي۔ د وزيراعظم ق??مي اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ ??خستو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل ټوله ميډيا دغلته موجود وه زما او د فېصل واواډا نه غې?? 178??ړي موجود وو۔ هغه ووئيل كه څوك په ريكارډ سره دا ثابت كړي چې د غړو شمېره د 178نه كمه وه نو زه به له خپلې چوكۍ نه استعفې وركړم