اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او)د غړو هېوادونو ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې ودې لپ??ره 6 نكاتي ايجنډا وړاندې كولو سره وئېلي دي پائيدار پرمختګ لپ??ره سيمه ايزه مرسته ضروري ده٬د سي پیك د ل??رې د افغانستان پشمول تر مينځني ختيز رسنه اهميت لري٬د افغانستان د سولې عمل به د منطقې پائيدار پرمختګ له مرستياله ثابت شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د اي سي او د مشرانو 14مې غونډې ته خپله ورچوئل وېنا كښې وكړې۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان د تركيې صدر رجب طيب اردوان ته د اقتصادي مرستې تنظيم د مشرانو د 14مې غونډې په مشرۍ كولو مباركي وركړه او وې وئېل د اي سي او بله غونډه به په تركمانستان كښې كېږي۔وزيراعظم صدر الهام عليوف ته د آذربائيجان د قبضه شوې سيمې په آزادولو مباركي هم وركړه۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د كورونا وبا په وجه د نړۍ د نورو هېوادونو پشان د اي سي او غړي هېوادونه هم سخت ځپلے شوي۔په مجموعي توګه 15كروړه خلق دې وبا ځپلي او پكښې د 25 لكه نه زيات كسان مړه شوي۔نړۍ د كورونا له امله بېلا بېلو چېلنجونو سره مخ ده۔ ده ووئېل پرمختګ كوونكي هېوادونه په دې وباﺀ كښې سخت ځپلے شوي٬زمونږ معيشت ته زيان رسېدلے٬په تجارت كښې كمے راغلے او غربت زيات شوے٬ده ووئيل د اي سي او د مشرانو غونډې مقصد د سيمه ايز اقتصادي پرمختګ په اړه په لائحه عمل غور كول دي۔ ده ووئېل د كورونا وباﺀ په وجه د سماجي او معاشي زيان اندازه لګول لا پاتې دي۔پاكستان دا ګڼي چې مونږ له خپل اولس د وائرس او لوږې څخه ساتل دي۔خپل اولس له كه يو خوا د لوږې څخه بچ كولو لپ??ره اقدامات كول دي نو بل خوا د مرګ څخه بچ كولو لپ??ره هم اقدامات ضروري دي۔ده ووئيل سره د معاشي كشالو زمونږ حكومت غېر معمولي اقدامات كړي۔د دې نه علاوه د معيشت استحكام د خلقو ژوند بچ كولو او روزګار برقر??ره ساتلو لپ??ره غريبانانو او وړوكې كاروبار لپاره د احساس پروګرام له مخې د 8 اربه ډالرو نغده مالي مرسته او سبسډي وركړی شوې۔ده ووئيل د كورونا وباﺀ لا اوس هم موجود ده٬مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې زمونږ غريب اولس واكسين ته رسنه ولري٬په پاكستان كښې د كورونا څخه بچ كېدو لپاره د واكسين لګولو عمل پیل ش??ے خو په دې وخت كښې يوازې دا د روغتيا كاركنانو ته لګولې شي٬مونږ له به د كورونا د وبا په معيشت د آغېز مخ نيوې كول وي۔ ده ووئېل د كورونا څخه بچ كېدو لپ??ره په نړيواله كچه په مساوي ډول د واكسين وركول ضروري دي٬تر څو چې ټول خلق محفوظ نه وي څوك به هم محفوظ نه وي۔وزيراعظم ووئيل د كورونا وباﺀ په وجه نړيوال معيشت ځپلے شوے۔شته منده هېوادونو د كورونا څخه بچ كېدو لپ??ره وسيلې كارولي او په مجموعي توګه يې د شل ټرېلين ډالرو پیكج وركړے٬زمونږ په معيشت هم د كورونا هم داسې آغېز ش??ے خو مونږ وسيلې كمې لرو۔وزيراعظم ووئيل د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د دې صورتحال مقابلې لپاره د وړاندې نه پنځه نكاتي پلان وړاندې كړے شوے چې پكښې په قرضونو كښې رېليف٬د رعايتي مالي وسيلو وركړه٬كلائميټ فنانس او د پرمختګ كوونكو هېوادونو څخه د لوټ كړي دولت د مالد??ره او په دې لحاظ د محفوظه ګڼلے كېدونكو هېوادونو څخه د بېرته راوړلو پشان اقدامات شامل دي۔ده ووئيل هر كال د غريبو هېوادونو څخه يو ټرېلين ډالره مالد??ره او محفوظه ګڼلے كېدونكو هېوادونو ته منتقل كېږي۔ده ووئيل د اي سي او د هېوادونو آبادي د نړۍ نيمه ده او دا په 80 لكه مربعه مېل خپره ده۔وزيراعظم ووئيل مونږ ته به د آسيان٬اروپائي ائتلاف او د افريقائي ائتلاف پشان كامياب ماډلز خپلول وي۔ده ووئيل پاكستان به د اي سي او د 2025 وژن عملي كولو لپ??ره په بشپړه توګه مرسته كوي۔