اسلام آباد۔11فروری(اے پی پ??) د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې زياتوالي لپاره مذاكراتي كمېټۍ اعلان كړے چې د ګرېډ 1 نه تر 19 وفاقی ملازمانو له به 25 فیصده اېډهاک ریلیف وركولے شي كوم به چې جون كښې وړاندے كېدونكي بجټ كښې ضم كولے شي۔ ټولې چارې په پياوړي ډول ترسره شوي۔ احتجاج به نن ختم شي۔ نيولي شوي ټول ملازمان به خوشې كولے شي او اېف آئي آرز به بېرته واخستې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ وفاقي ملازمانو ??ره مذاكرات كونكې كمېټۍ كښې شاملو وفاقي وزيرا??و د سركاري ملازمانو ??ستازو سره په ګډه خبري كنفرنس كښې وكړه۔ حكومتي كمېټۍ كښې وفاقي وزيران پروېز خټک، شېخ رشید احمد او د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان شامل وو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل احتجاج كوؤنكو ملازمانو ??ره ټولې چارې ترسره شوې۔ د هغوي هړتال به ختم شي او كورونو ??ه بېرته لاړ شي۔ هغه ووئيل د دې پرېكړو منظوري مې وزيراعظم نه په خپله اخستې ۔ د ګرېډ 20، 21 او 22 تنخاګانو پرېكړه به بجټ كښې كولې شي۔ د پولیس او سکیورټی اهلکارو تنخاګانو كښې اضافه به هم بجټ كښې كولې شي۔ هغه د نيولے شوو ملازما??و د خوشې كولو اعلان سره ووئيل اېف آئي آرز به هم بېرته واخستې شي۔ هغه ووئيل د خزانې وزير ډاكټر عبد الحفيظ شېخ او د خزانې سېكرټري به په دې پرېكړو عملدرآمد كوي۔ د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل نزدې يو كال نه د وفاقي ملازما??و د تنخا مسئله راروانه وه۔ زمونږ پرېكړه ده چې دوي ته به 25 فيصده اېډهاك ريليف وركوو۔ هغه ووئيل د اپ ګرېډېشن پرېكړه هم شوې په كومه به چې د جون نه وروس??و عمل كولې شي۔ هغه ووئيل اېډهاك ريليف به جون كښې وړاندے كېدونكي بجټ كښې ضم كړے شي۔ د خېبرپختونخوا ملازمانو لپاره ټائم سكېل منظور شوے او پاتې صوبې به هم پرې عمل كوي۔ د تګلارې له مخې به ترقۍ وركولې شي او كار كوؤنكي به وړاندې كولې شي۔ هغه ووئيل د احتجاج كوؤنكو ټولو فېډرېشنز مننه كوم او پرون چې څه شوي په هغې بخښنه غواړؤ۔ د پارليماني چارو وزيرمملكت علي محمد خان ووئيل د وفاقی ملازمانو مسئلو حل كولو كښې وزيراعظم ذاتي خوښي لرلې او ملازما??و د زغم نه كار اغستے۔ تېره ورځ ځينې داسې نظارې وليدلې شوې كومې چې بايد نه وې رامخې ته شوې۔ هغه ووئيل داسې بايد نه وي چې د ځينو ??نخا زياته وي او د ځينو كمه۔ عمران خان دغه فرق ختمولو لپاره راغلے۔ هغه ووئيل د ملازما??و د سولئيز احتجاج هركلے كوؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير شېخ رشيد احمد ووئيل تحريك لبېك سره خبرې روانې دي او ډېر زر به زېرے وكړے شي