اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د سرکاري ادارو د ك??ر استعداد زياتولو لپاره د يو كوټلې ډېټا بېس جوړولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي اي ګورننس سره به وګړو او كاروبار لپاره اسانۍ راپېدا شي او په رسمي توګه به معيشت وده ومومي۔ ده دا خبرې اي ګورننس كښې د ايمرجنګ ټيکنالوجيز د ذيلي كمېټۍ غونډې مشرۍ ??ولو په مهال كړي ۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د اصلاحاتو په اړه صلاحكار ډاکټر عشرت حسېن ، د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي مواصلات سېكرټري شعېب صديقي او د آئۍي ټي وزارت او د ټېلي مواصلات اعلٰې چارواكو ګډون وكړو۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخئ غونډې ته خپله وېنا كښې صدر ووئيل د سرکاري ادارو د ك??ر استعداد زياتولو لپار?? يو كوټلې ډېټا بېس جوړولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل د اي ګورننس پلېټ فارم څخه به سركاري تنظيمونو ته د اولس د غوره خدماتو موقع په لاس ورشي۔ صدر عارف علوي ووئيل اي ګورننس سره به وګړو او كاروبار لپاره اسانۍ راپېدا شي او په باضابطه توګه به معيشت وده ومومي ۔ده ووئېل اي -ګورننس سره به د ??ئي ټي انډسټري هم وده وكړي او سپېځلے او ځواب وركونكے او كوټلے حكومت به ممكن شي۔ صدر زياته كړه چې د ??ئي ټي سلوشنز په مرسته پاكستان كښې ګورننس ته وده وركولو ته اړتيا