اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د بې وسه هېوادونو نړيوال استحصال دې بند كړے شي، په موجوده نړيوال نظام كښې د سرمايې غېر منصفانه وېش لويه ستونزه ده، نړۍ كښې زياتېدونكې غربت سره نړيوال امن ته سخت خطر پېښ دے، د کووېډ-19 په مهال پاکستان د سمارټ لاك ډاٶن پاليسۍ سره په دې قابو موندلے شوے ، احساس پروګرام د پاکستان د تاريخ د غربت ختمولو تر ټولو لوي پروګرام دے۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د زيارت په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د تخفيف غربت پحقله د لوړې كچې فورم ته خپله و??نا كښې وكړې۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل د کرونا نړيوالې وباء په سوب اقتصادي شرح نمو په تندۍ سره كمه شوې ٬ د پاكستان حكومت د احساس پروګرام د لارې يو نيم كروړ كورنيو سره مالي مرسته كړې٬ حكومت د كرونا وباء اثراتو څخه بې وسه خلق ساتلو لپاره يو شمېر اقدامات كړي ۔ده وو??ېل د نړۍ 26 شتمند د دولت لوي ??رك??ونه دي۔ وزيراعظم وو??يل د نړۍ د آبادۍ 15 فيصده كومه چې زدې يو ارب جوړېږي په غربت كښې ژوند كوي، په آمدن او صلاحيتونو كښې د كمي په سوب ھغوي د عزت د ژوند نه قاصره دي۔ده وو??ېل د غربت په سوب په لويه شمېره انسانان ځپلے كېږي٬ دا د بشري حقونو خلاف ورزي ده ٬ دا د سماجي او اقتصادي عدم استحكام هم يو سوب دے او د دې په سوب په نړۍ كښې لوئې سياسي او د سلامتيا مسئلې سر پورته كوي۔ وزيراعظم وو??يل دې لپاره ضروري ده چې د ملګرو ملتونو په كوټلې پرمختيائي اهدفو كښې لومړۍ ترجيح د غربت خاتمه وي۔ وزيراعظم وو??يل په تېرو 30 كالو كښې په غربت كښې ښكاره كمے راغلے خو د کووېډ۔19 وباء په سوب نړيواله كساد بازاري د دې پېړۍ بدترينه كچې ته رسېدلې ۔ده وو??ېل لس كروړه كسان په زيات غربت كښې ژوند كوي چې ورله سټېبل كېدو له به لسيزي پكار وي، د کووېډ۔19 وائرس هېڅ تفريق نه لري خو بې وسه او محروم كسان دې څخه زيات ځپلے شوي۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل پاکستان كښې د سمارټ لاك ډاٶن پاليسۍ د لارې مونږ په وباء د قابو موندلو جوګه شوې يو، زمونږ حكومت بې وسه او محرومو خلقو له تحفظ وركړو، مونږ د مالي ستونزو باوجود د اېمرجنسي كېش له مخې د يو ارب 25 كروړه ډالرو پېكج وركړے چې په سوب ئې يو نيم كروړه كورنۍ او لس كروړه كسان مستفيد شوي۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل زمونږ حكومت د غربت خاتمې له يو شمېر څانګو كښې په پروګرامز عمل كوي، احساس پروګرام د پاکستان په تاريخ كښې د غربت د خاتمې لوي پروګرام دے۔ ده وو??يل زمونږ حكومت تر كال 2023 د غربت موجوده 24.3 فيصده شرح 19 فيصده ته د راوستلو عزم لري۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل زما مقصد د مدينې رياست د اصولو له مخې داسې اسلامي فلاحي رياست تخليق كول دي چرته چې مساوي ترقي او معاشي جدت وي۔ وزيراعظم وو??يل لكه څنګه چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر وئيلي دي زمونږ په وختونو كښې عدم مساوت د تصديق مهر جوړ شوے ، دا مهال د نړۍ 26 زيات شتمند كسان د نيم دولت خاوندان دي۔ده وو??ېل شتمندو هېوادونو د كرونا بحران نه بهر وتلو لپاره لس ټرېليونه ډالره لګولي او بلخوا پرمختګ كوٶنكو هېوادنه دوه نيم ټرېليونه ډالره ترلاسه كولو لپاره هڅې كوي۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل مونږ له به د غربت خاتمې سره سره د دې وجوهات هم لټول او لرې كول وي، د هېواد او په نړيواله كچه به مالياتي پېداوار او د تجارت ډهانچو كښې سپېځلتيا او مسابقت راوستل وي، د بې وسه هېوادنو د وسائلو استحصال به بندول وي۔ده وو??ېل د بدعنوانۍ او د جرائمو اثاثې چې د كومو هېوادونو څخه تللې وي بيرته به وركول وي او پرمختګ كوٶنكو هېوادونو سره به د كرونا وباء د بحران نه وتلو له مرسته كول وي۔ده وو??ېل بې وسه هېوادونوه ته د قرض ريليف وركولو په مد كښې مرستې ته اړتيا ده د كومې اظهار چې ما په اپرېل كښې هم كړے ٶ چې د نوې خاص ډرائنګ رائټس تخليق دې وكړے شي او آفيشل ترقياتي معاونت ته دې پراختيا وركړے شي۔ده وو??ېل د تجديد وړ توان، ټرانسپورټ، هاٶسنګ، اوبه، انفراسټرکچر او په صحت زياتې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده، جديد پرمختيائي دور كښې داخلېدو لپاره دې پرمختګ كوٶنكې هېوادونه د دې جوګه كړې شي چې ھغوي د نوې جديد ټېكنالوجۍ او ډيجټيل ذريعو څخه استفاده وكړي۔ وزيراعظم وو??يل زه باور لرم چې دا مهمه دستوره به د نړيوال غربت كمولو او د كوټلي پرمختګ لپاره زمونږ اجتماعي ژوند له مهمه ثابت شي