اسلام آباد 10 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په ريو راوي فرنټ اربن ډوېلپمنټ پراجېكټ او بنډل آئي لينډ منصوبو كښې د سرمايه كارو٬بېلډرز او كنسټركټرز د اړخه پ?? خوښي لرلو د اطمينان څرګندونې سره وئېلي دي لويو پروژو سره به د سرمايه كارۍ لاره سمه شي او د معيشت ګڼو څانګو ته به وده ترلاسه شي٬بهر هېوادونو كښې مېشته سرمايه كارو سره سره به د ځايې سرمايه كارو ډاډګيرنه وكړی شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د هاؤسنګ٬كنسټركشن او ډوېلپمنټ لپاره د نېشنل كوآرډينېشن غونډې ته وېنا كښې وكړه۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزير سېنېټر شبلي فراز٬خاص مرستيالو ملك امين اسلم٬عاصم سليم باجوه٬ډاكټر شهباز ګل٬د نوې پاكستان هاؤسنګ اتهارټي چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)انوار علي حېد??٬د سټېټ بېنك ګورنر د اېف بي آر چيئرمېن او نورو چارواكو ګډون وكړو۔د تعميراتې څانګې سره تعلق لرونكي د هېواد نوموړي كاروباري شخصيات هم په دې موقع موجود وو۔په غونډه كښې ?? ريو راوي فرنټ اربن ډوېلپمنټ پراجېكټ او بنډل آئي لينډ منصوبو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ګډون كوونكي د منصوبو خدوحال او سرمايه كارۍ اعتبا?? سره د ښه موقعو په حقله هم خبر كړے شول ۔د تعميرات څانګې سره تعلق لرونكو د هېواد لويو سرمايه كارو پ?? دواړو پروژو كښې د خوښي لرلو څرګندونه وكړه۔كاروباري شخصياتو د بېنكونو په حقله پ?? آسانيو وركولو د سټېټ بېنك متحرك كردار وستائېلو۔د پنجاب چيف سېكرټري د لاهو?? سره سره د پنجاب لويو ښارونو پلانز بيا د سره مرتب كولو په حقله ټائم لائنز وزيراعظم ته وړاندې كړو ۔وزيراعظم عمران خان به ريو راوي فرنټ اربن ډوېلپمنټ پراجېكټ او بنډل آئي لينډ منصوبو كښې د سرمايه كارو٬بېلډرز او كنسټركټرز د اړخه پ?? خوښي لرلو د اطمينان څرګندونې سره ووئېل لويو پروژو سره به د سرمايه كارۍ لاره سمه شي او د معيشت ګڼو څانګو ته به وده ترلاسه شي٬بهر هېوادونو كښې مېشته سرمايه كارو سره سره به د ځايې سرمايه كارو ډاډګيرنه وكړی شي