پېښور 21 جولائي (اے پي پي) پېښور او طورخم كښې د ايسارو كنټېنرو مسئله حل كولو لپاره د وزيراعظم اسټيبلشمنټ لپاره خاص مرستيال محمد شهزاد ارباب د طورخم دوره كړې ده ۔ په دې موقع افغانستان لپاره د وزيراعظم خاص نمائنده محمد صادق، د تج??رت وزارت ، د داخله، او خارجه وزارتونو سره سره د اېف بي آر لوړ پوري، د اېف سي آئي جي او د اېن اېل سي ډي جي هم دوي سره ملګري وو۔ په دې موقع خاص مرستيال ته د كنټېنزز په معاملو تفصيلي بريفنګ وركرے شو، پاکستان او د افغانستان اولس ترمېنځه اړيكو او د دوه اړخيزه تج??رت په لړ كښئ په پوله د انتظاماتو په اړه ورته ووئېل شول پېښور كښې نزدې 3 ??ره برآمدي كنټېنرې اېسارې دي، د دوه اړخيز تج??رتي اړيكو بهترۍ لپاره د دې په وخت كليئرنس ضروري دے۔ په دې موقغ شهزاد ارباب ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تج??رتي اړيكو بهتري د اوسني حكومت د وژن برخه ده دې لاره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تج??رتي معاملو كښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره به ضروري اقدامات كولے شي۔ د تفصيلي خبرو نه پس دا پرېكړه وشوه چې هره ورځ به 800 كنټېنرز کليئر كولے شي دغسې چې دا معامله زر تر ??ره حل كړے شي۔ ټول شراكت دارو دې خبرې سره اتفاق وكړو چې افغانستان لپاره برآمدات زياتول ??كار دي او په دې لړ كښې دې تج??رتي عمل بهتر كړے شي۔ د يادونې وړ ده محمد شهزاد ارباب د پاك افغآن پارلمي??ټر?? فرېنډ شپ ګروپ د اېګزېكټو كمېټۍ له مخې د جوړ كړي ټاسك فورس مشر دے۔