اسلام آباد ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د ا??ن سی او سی مركزي ډله كراچۍ ته رسېدلې ده۔ د ا??ن سي او سي چيئرمېن اسد عمر او د نېشنل كوآرډينېټر لېفټېننټ جنرال حمود الزمان په مشرۍ كښې د ا??ن سي او سي خصوصي غونډه نن د خ??لي په ورځ كرا??ۍ كښې كېږي۔ د سندھ اعلی وزير مراد علي شاه به غونډه كښې په خصوصي توګه او د اسلام آباد ، آزاد جموں وکشمیر او نورو صوبو نمائندګان به د وډېو لنك د لارې ګډون كوي۔ كرا??ۍ كښی ك??دونكې غونډه كښې به د لوئے اختر په موقعه په اېس او پيز د عملدرآمد او د څاروؤ منډيانو انتظام په اړه ټولې صوبې برېفنګ وركوي۔ د هاټ سپاټ اېرياز ، سمارټ لاک ډاؤن ، کانټېکټ ټرېسنګ حوالې سره به خصوصي جاج اخستلې شي۔ صوبائي سر ښار كرا??ۍ كښې د ا??ن سی او سی دا دويمه غونډه ده۔ په دې لړ كښې اولنۍ غونډه لاهور كښې شوې وه۔ په صوبائي سرښار كښې كېدونكې ددې غونډې مقصد د كورونا په ضد قامي يو والې ٬ د مسائلو په غوره ډول ادراك ٬ همغږي پېدا كولو سره سره د كورونا په ضد د صوبو كاركردګي ستائل دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز شاه به هم سندھ كښی د لوئے اختر ٬ د څاروؤ منډيانو او محرم الحرام حوالې سره د غونډې مشري كوي