اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) وز??راعظم عمران خان به نن د مظفر آباد دوره كوي، وز??راعظم عمران خان به د كور??نا وائرس صورتحال په اړه په مظفر آباد كښې د غو??ډې مشري كوي، وز??راعظم به د كنټرول لائن اوسېدونكو لپاره د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام اجرا هم كوي. د جمعې په ورځ د وز??راعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري بيان له مخې كنټرول لائن سره نزدې په 219 كليو كښې 138275 كورنۍ مېشته دي. دا ټولې د وز??راعظم عمران خان په خاص هداياتو د احساس په كفالت پروګرام كښې شاملې كړې شوې كومو ته به چې هره مياشت 2000 روپې وركولې شي. د دې نه علاوه د دې كورنيو مېرمنو ته به د نن نه 12000 روپې اېمرجنسي كېش هم وركولې شي. كنټرول لائن سره نزدې اوسېدونكو كورنيو لپاره وفاقي حكوم?? 3 اربه روپې بېلې كړې. د دې كورنيو اسانۍ لپاره په خاص توګه 17 احساس رجسټرېشن سنټرز جوړ كړې شوي چې دغسې دا كسان د احساس كارډ په جوړولو كښې كوم ډول ستونزو سره مخ نه شي