اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف عل??ي سره د احتساب د قومي بيورو ﴿نېب﴾ چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال د زيارت په ورځ ايوان صد?? كښې ليدلي دي . د ايوان صدر لخوا جاري بيان له مخې د نېب چيئرمېن صدر ته د احتساب د قومي بيورو كلن راپور 2019م وړاندے كړو. ده صدر ته د ادارې د كاركردګۍ په اړه ووئيل چې نې?? په كال 2019م كښې 141.54 اربه روپې برآمد كړي او 747 انكوائرې او 269 انوېسټي ګېشنز ئې ترسره كړي۔ ده ووئيل د نې?? په مقدمو كښې د سزا شرح 68.8 فيصد ده. اولس مشر د نې?? په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل نې?? يوه خپلواكه اداره ده او د قوي كولو ضرورت ئې دے چې دغسې د ټولنې نه د بدعنوانې خاتمه وكړې شي.