کراچۍ 17 جون (اے پي پي) وز??ر اعظم عمران خان وئيلي دي په ا??لسم بدلون هېڅ اختلاف نشته٬ په ??ېن?? بې ضابطګيو نظر ثانۍ ته اړتيا د٬ ځينې څيزونه د اتلسم بدلون له مخې صوبو ته منتقل شوي كوم چ?? مركزي حكومت سره پكار وو٬ د ټولو صوبو په مشاورت به دغه بې ضابطګۍ لرې كولې شي، د شروع نه زه د سخت لاك ډاٶن نافذ كولو په خلاف ووم ځكه چې ما سره د خواري كښ طبقې په خاص توګه د ديهاړي مارو غم ٶ، حکومت په اېس او پيز عملدرآمد باوري كولو لپاره د سخت كمپائن پېل كولو پرېكړه كړې ده، سمارټ لاك ډاٶن به د هېواد په هاټ سپاټ سيمو كښې نافذ كولے شي، د سندھ 50 لکه مستحقو كورنيو له 60 اربه روپۍ وركړ كېدونكې دي۔ وز??راعظم عمران خان دا خبرې د شورو په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاٶس كښې د مختلف ځائي نيوز چېنلز او ورځپاڼو سره تعلق لرونكو سينئر خبريالانو سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ د وفاقې حكومت لخوا د كرونا وائرس خپرېدو لاره نيولو لپاره د اقدامات په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وز??راعظم عمران خان ووئېل د پیل نه د اېن سي او سي غونډې په باقاعدګۍ سره رابللې كېدلې او ټولې صوبې په ا??تماد كښې اخستې شويي۔ ده ووئيل د شروع نه زه د سخت لاك ډاٶن نافذ كولو خلاف ووم ځكه چې ما سره د خواري كښې طبقې په خاص توګه د ديهاړي مارو غم ٶ،۔