اسلام آباد 17 جون (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر او ډپټي سپیکر قاسم خان سوری د قامی اسمبلۍ پخواني غړي، ناموړي ادیب، شاعر او ټی وی ای??کر پرسن طارق عزیز په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده۔د شورو په ورځ خپلو جلا جلا پیغامونو كښې ??پیکر او ډپټي سپیکر د طارق عزیز کورودانې هاجرہ طارق عزیز او غمجنۍ كورنۍ سره غمرازي وكړه او طارق عزیز خذمات ته ئې پيرزوئنې وړندې كړي ۔ دوي ووئيل د طارق عزیز په مړينه هيواد د يو نامتو ادیب، شاعر او ای??کر پرسن څخه محروم شوے۔ د ارواښاد خذمات به عمر له ياد ساتلے شي?? دوي دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل ر??م په پلو كښې ځاې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي