اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي ترك سرمايه ك??رو ته پاكستان كښې د سېلګرۍ ٬ آئي ټي او كركيلې په شمول بېلو څانګو كښې د سرمايه ك??رۍ كولو بلنه وركوؤ۔ پاكستان د سرمايه ك??رۍ بلها موقعې لري۔ ترك سرمايه ك??ر بايد دې څخه ګټه پورته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پاك ترك بزنس فورم ته خطاب كښې وكړه۔ ترك اولس مشر رجب طيب اردوان هم فورم ته خطاب وكړو۔ وزیراعظم عمران خان د پارلمان شريكې غونډې ته د ترك اولس مشر خطاب ستائلو سره ووئيل د ده خطاب بې حده ستائلې شوې او زه باور لرلو سره وئيلې شم كه چرې ترك اولس مشر پاكستان كښې ټول ټاكنو ته اودرېږي نو كامياب به شي۔ ده ووئيل د ترك اولس مشر خطاب حكومتي بنچونو سره سره د مخالفې ډلو غړو هم ستائلې ۔ ده ووئيل د آئي ټي په اړه هم ترك سرمايه ك??رو ته د سرمايه ك??رۍ بلنه وركوؤ۔ ده ووئيل مونږ د آئي ټي او كركيلې په څانګو كښې د تركي تجربو څخه ګټه پورته كولې شؤ۔ دې څخه وړاندې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد پاك ترك بزنس فورم ته خطاب كښې ووئيل تركي څخه راغلو مېلمنو ته د دوئي په دويم كور پاكستان كښی هركلې وايؤ۔ د پاکستان ترک بزنس فورم دوه ورځو څخه غونډه روانه وه۔ زمونږ دواړه لارښود دوه ??ړخ??زه تزويراتي اړيكو ته وده وركولو ته صلا شوي ۔ فورم ته د تركېي د تجارت وزير خپل خطاب كښې ووئيل د دواړ?? هېوادونو سټرټېجک اکنامک فرېم ورک ته صلا كېدل لويه ك??ميابي ده۔ دوه ??ړخ??زه تجارتي حجم 85 کروړه ډالره دے كوم چې زياتېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان سره بېلو څانګو كښې په مرسته كولو هم صلا راغلې ده۔