اسلام آباد 14 فروری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیكر اسد قیصر د ترك??ې اولس مشر رجب طیب اردوان پارلمان ك??ې د پاكستان اولس او ټاكلو نمائندګانو د اړخه د هركلي كولو سره د پارلمان شريكې غونډې ته د هغه خطاب تاریخی ګرځولو سره وئيلي دي د ترك??ې اولس مشر د مرد مجاهد غوندې په مړانه د كشمیریانو ترجمانی كړې٬ رجب طیب اردوان د پاكستانيانو رښتنې ملګرې او د باور وړ ورور ، د موجوده اسلامی نړۍ حقیقی لارښود او دانشور دے۔ د جمعې په ورځ د پارلمان شريكې غونډې په موقع ده وو??يل زمونږ لپاره دا د اعزاز مقام دے چې دې معزز ایوان ك??ې يو داسې تاریخ ساز شخصیت معارفي كېږي څوك چې نه يواځې د پاكستانيانو رښتنې ملګرې او د باور وړ ورور دے بلكه د موجوده اسلامی نړۍ حقیقی لارښود او دانشور دے۔ ده وو??يل د 22 كروړه نر او عزم لرونكو ِپاكستانيانو دا ټاكلې او نمائنده پارلمان د ترك??ې اولس مشر ته د زړه د كومې هركلې وائي، دغسې دا اېوان وړاندې هم د ترك??ې اولس مشر د خیالاتو اوريدلو اعزاز ترلاسه كړې او نن هم منتظر دے چې په بدله شوې نړيوالې منظر نامه كښې د اهل اسلام بهادر او د وقار لرونكې فرزند افكار څخه استفاده وكړي۔ ده وو??يل كه داسي اووايم نو غلط به نه وي چې د پاكستانيانو زړونه د ترك??ې اولس سره دړدېږي، مونږ شريك تاریخ لرو، يو مذهب لرو او كلتوري او تهذیبی خپلولي لرو۔ده وو??يل د ترك??ې اولس مشر په يو داسې وخت كښې د پاكستان دوره كوي كله چې نړۍ كښې د جنګ او بدامنۍ خبري روانې دي۔ سپیكر وو??يل دا ايوان په دغه ټولو چارو د هغه د خيالاتو اوريدلو مشتاق دے، زه هيله لرم چې د هغه پوهه او استدلال به دا ايوان د يو نوې او كامیابې تګلارې څخه خبر كړي۔