اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د مناسبو ټكو انتخاب سره په كورنۍ ميډيا زور رواړلو كښ?? وئيلي دي د تصديق نه غېر يو خبر بايد خپور نه كړې شي٬ د ناسمو او بې بنسټه خبرونو په ش?? د ??امونو ترمېنځه او په ټولنو دننه شخړو ته د هوا وركولو پالسي پرته وي٬ د سوشل ميډيا د ذمه واره او محتاط استعمال باوري كولو لپاره په اولسي كچه به شعور بېدارول وي، نړۍ كښ?? د اخلاقياتو په ضد تجارت د انصاف نوې پېمانه ګرځېدلې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د نهې په ورځ كنونشن سنټر كښ?? شخړې او د ميديا كردار په اړه نړيوال كنفرنس ته خپله وېنا كښ?? وكړه۔اولس مشر ووئېل سوشل ميډيا د خپلو مثبتو اړخونو نه علاوه د ډنډور او د ناسمو خبرونو د جديدې آلې په توګه كارولې كېږي٬ په دې لړ كښ?? بېدار پ??تې كېدل غواړي ۔ ده ووئيل پاكستان كښ?? د ميډيا بېلا بېلې ادارې حقائق د ناسمه وراندې كولو اهليت لري او زما پحقله هم بېلا بېلې مركې او خبرونه يو شمېر ځل د سياق او سباق نه اخوا وړاندې كړې شوي۔ ده ووئيل نړۍ كښ?? زياتره جنګونه د خاص اېجنډې له مخې د ناسمو معلوماتو په بنياد مسلط كړې شوي٬ په دې لړ كښ?? ده د لويديزې ميديا حواله وركړه څوك چې په عامعه توګه د اسلام په ضد خبرونو ته زياته پام لرنه كوي چې په ترڅ كښ?? ئې په اسلامي ټولنه كښ?? د كركې عدم تحفظ احساس راپېدا كېږي۔ اولس مشر ووئيل د 90 په لسيزه كښ?? په عراق د بريد جواز پېدا كولو لپاره په لويه كچه د تباهۍ خپرونكو وسلو د موجودګۍ په اړه پرله پسې ناسم خبرونه خپور كړې شوي چې په نتيجه كښ?? ئې د لكهونو په شمېر خلق مړه شوي او املاك ته زيان رسېدلې او اغيز ئې د عراق نه تر ايران٬ ليبيا او سوريه ورسېد۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې ن??ۍ كښ?? د اخلاقياتو په ضد تجارت د انصاف نوې پېمانه ګرځېدلې ۔ ده په قام زور رواړو چې ھغوي دپه ناسمو خبرونو پںې غوږ نه اوړي ځكه چې په اسلامي تعليماتو كښ?? هم د دې په سختۍ سره ممانعت شوې چې بايد يو خبر د تصديق نه غير خپور نه كړې شي ۔ اولس مشر ووئيل امريكا كښ?? په تېرو ټول ټاكنو كښ?? بې بنسټه خبرونو خپل اثر لرلو او اندېښنه ده چې پاكستان كښ?? هم د 2023 په ټولټاكنو كښ?? د جعلي تصوير كشۍ او د خبرونو د لارې د اولس رائے متاثره كولو لپاره سوشل ميډيا كارېدې