سيالكوټ 10 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فر??وس عاشق اعوان وئيلي دي چې وزيراعظم پاكستان د ري??ست مدينه په طرز جوړول غواړي٬ د حقوق الله او حقوق العباد متوازن كولو نوم اسلام دے٬ نبي كريم ???ص?? انسانيت سره د محبت او روادارې درس وركړے٬ ځوان نسل دې د نبي كريم ???ص?? په سيرت عمل وكړي٬ د بشري حقونو تر ټولو غوره چارټر دين اسلام وړاندے كړے٬ پرون ثابته شوې چې په هند كښې د آر اېس اېس نظريه مسلط شوې۔ د اتوار په ورځ يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې هغې ووئيل چې د هند د سترې محكمې پرېكړې د هندوستان د مسلمانانو جذبات مجروح كړي دي۔ هغې دا پرېكړه د نړۍ د مسلمانانو د جذباتو بې حرمتي وګرځوله۔ ډاكټر فر??وس عاشق اعوان ووئيل چې پاكستان به په مقبوضه كشمير كښې د مظلوم كشميري اولس مكمل ملاتړ روان ساتي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د مساواتو په بنياد د يوې قوي اسلامي ټولنې جوړولو هڅې كوي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم پاكستان د ري??ست مدينه په طرز جوړول غواړي٬ د حقوق الله او حقوق العباد متوازن كولو نوم اسلام دے٬ نبي كريم ???ص?? انسانيت سره د محبت او روادارې درس وركړے٬ ځوان نسل دې د نبي كريم ???ص?? په سيرت عمل وكړي٬ د بشري حقونو تر ټولو غوره چارټر دين اسلام وړاندے كړے٬ پرون ثابته شوې چې په هند كښې د آر اېس اېس نظريه مسلط شوې۔