اسلام آباد ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرم??ن محمد صادق سنجرانی رحيم يار خان سيمه كښې كراچۍ څخه پنډۍ ته تلونكي تېزګام ټرېن كښې د ګاز سلېنډر چاؤدنې سره د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې د 56 كسانو په مړينه او د 34 نور په ژوبل كېدو د غم دړد او افسوس ??رګندونه كولو سره غمجنيو كورنيو سره غمرازي او خواخوږي ښكاره كړې ده۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان لمخې د سېنېټ چيئرمېن دې پېښه كښې ژوبل شويو ته د غوره طبي آسانيو وركولو په حاجت زور راوړلو سره ددوئي د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ دې سره سره دوهم چیئرمېن سناتور سلیم ??انډوی والا، د حكومتي ډلې مشر سناتور سناتور سید شبلی فراز او د مخالفې ډلې مشر راجه محمد ظفرالحق هم د رح??م یار خان ټرېن په پېښه د غم دړد او افسوس ??رګندونه وكړه۔ دوئي غمجنيو كورنيو له د زغم او ژوبل شويو له د روغ صحت دعا وكړه