اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د كشمير ??ار??ماني كمېټې چيئرمېن سيد فخر امام وئيلي دي چې د حكومت د موثره پالېسې په نتيجه كښې نړيواله ټولنه كشمير ?? هند د داخلي معاملې وئيل كېدو بيانيه غلطه ګڼي۔ د راډيو پاكستان په يو پروګرام كښې سيد فخر امام ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 74مه غونډه كښې د كشميري اولس د سفير په حېث د كشمير ريښتينې صورتحال وړاندے كړے چې ورسره ?? هندي وزيراعظم د آر اېس اېس ذهنيت په نړيواله كچه بې نقابه شوے ا و اوس نړيواله ټولنه ?? هند دا بيانيه غلطھ بولي چې ګني كشمير كورنۍ معامله ده۔ ده ووئيل چې كشمير په نړيواله كچه لانجمنه سيمه ګرځول شوې۔ د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د دې پخوانې شخړې ل??ار?? د ثالثې كولو وړاندېز هم كړے۔ ده ووئيل چې چين او روسيه هم د كشمير په معامله د پاكستا?? د ??ريځ ملاتړ كوي۔