اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو رېذيډنټ كوآرډينېر نېل بونے د شورو په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر او د وزيراعظم خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر هم موجود وه۔ نيل بونے وزيراعظم ښه طرز حكمراني٬ روغتيا٬ تعليم٬ د ځوانانو پرمختګ٬ په آبادې د كنټرول او په ماحولياتي مسئلو د قابو موندلو پشان د چارو په لړ كښې د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو ادارو د اړوند ??كو??تي ادارو او وزارتونو سره د شركت په اړه خبر كړو۔ د ملګرو ملتونو ريذيډنټ د وزيراعظم د وژن او د اوسني ??كو??ت د اقداماتو ستائنه وكړه۔ ده په خاص توګه د ??كو??ت لخوا د ??ذا??ي كمي له امله د مسئلو خاتمې٬ د بنيادي طبي نګهداشت ښه والي٬ د ماحولياتي بدلون بد آغېز ختمولو لپاره د 10 اربه ونو كرلو پروژه او په هېواد كښې د غربت خاتمې لپاره جامع پروګرام احساس پېل كولو لپاره د هڅو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع د خپل ??كو??ت ترجيحات په ډاګه كړل۔ وزيراعظم عمران خان د ??ذا??يت كمي په اړه ووئيل چې ??كو??ت د دې مسئلې حل ته خاص پام كوي ځكه چې د دې مسئلې په وجه د هېواد د ځوانانو په وده ژور آغېز كېږي۔ ده ووئيل چې د ضم شويو قبائيلي سيمو پرمختګ د اوسني ??كو??ت يوه بله مهمه ترجيح ده او اوسني ??كو??ت دې سيمو لپاره د پاكستان په تاريخ كښې تر ټولو زيات فنډ بېل ك??ے۔ د ??كو??ت مهم پروګرام احساس په اړه وزيراعظم د دې پروګرام مهم نكات په ډاګه كړل او د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا ئې كېدونكې تكنيكي مرسته وستائله۔ په آبادې كښې د اضافې په معامله خبرې كولو سره وزيراعظم ووئيل چې د آبادې معامله بنيادي طبي نګهداشت او بنيادي تعليم سره تړلې ده۔ ځكه ??كو??ت دې څانګو ته خاص پام كوي۔ په ملاقات كښې د پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره په كېدونكو هڅو هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم عمران خان د بلين ټري سونامي پروژې كاميابي په ډاګه كولو سره ووئيل چې دې سره د ماحولياتي بدلون په منفي آغېز قابو موندلو كښې مرسته وشي٬ دا به په دې لړ كښې ډېره مهمه پروژه ثابته شي۔ نيل بونے وزيراعظم ته باور وركړو چې د ملګرو ملتونو ادارې به په دې هڅو كښې خپله بشپړه مرسته كوي۔