اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزارت د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې د پنشنريانو په پنشن كښې د لس فيصده اضافې منظوري وركړې ده۔ اے پي پي سره ته د تر لاسه مېمورنډم له مخې اولسمشر په وفاقي بجټ كښې د پنشنريانو په پنشن كښې د لس فيصده اضافې منظوري وركړې ده چې اطلاق به ئې د جولائي وړومبۍ نيټې كال 2019 څخه كېږي۔ د لس فيصده اضافې اطلاق به د وفاقي حكومت د ټولو سول ريټائرډ ملازمانو پشمول د ډيفنس پنشن اخستونكو سول ملازمانو ٬ د وسله والو ځواكونو او د سول آرمډ فورسز په ريټائرډ ملازمانو يو۔ د مېمورنډم له مخې د جولائي وړومبۍ نيټې كال 2019 يا د دې نه پس ريټائر شويو ملازمانو د جولائي څلورمې نيټې كال 2011 د خزانې وزارت د اعلاميې له مخې 15 في??ده?? د جولائي په 7مه نيټ?? كال 2015 د جاري شوي اعلاميې له مخې 7.5 في??ده?? د جولائي په وړومبۍ نيټ?? كال 2016 د جاري شوې نوټيفيكېشن له مخې لس في??ده?? د جولائي په درېمه نيټ?? كال 2017 د جاري شوې اعلاميې له مخې لس فيصده او د جولائي په درېمه نيټ?? كال 2018 د جاري شوې اعلاميې له مخې لس فيصده اضافې اطلاق به هم كېدې شي٬ د اوسنې لس فيصده اضافې اطلاق به د جولائي وړومبۍ نيټې كال 2019 يا د دې نه پس په ريټائر شوې ملازمانو هم كېږي