اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي سي پېك او بي آر آئي مسابقتي منصوبې نه دي بلكې سي پېك ٬ د بي آر آئي فلېګ شپ منصوبه ده٬ دې منصوبو سره به د دواړو روڼو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا پراخه او مستحكمې شي۔ د زيارت په ورځ د چين ټي وي چېنل سره خپل?? مركه كښ?? خارجه وزير ووئيل مستقل مزاجي ٬ باور او په هر حالت كښ?? يو بل سره كلك اودرېدل د پاكستان او چين د اوږدې مودې اړيكو بنيادي وجوهات دي٬ كوم چې به اوسنې حكومت لا مستحكم كوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل د سي پېك خاص اقتصادي زونز جوړ كړې شوې چې مقصد ئې نه يوازې دوه اړخيزه سرمايه كاري زياتول دي بلكې په سي پېك كښ?? نورو هېوادونو سره عېر ملكي سرمايه كارو ته بلنه هم وركول دي ۔ ده ووئيل چين د سړكونو ٬ رېلوېز ٬ فائبر او اوپټكس انفراسټركچر جوړوي چې ورسره به درېمې ډلې ته منصوبې سره تړون لپاره آس??ني وي۔ خارجه وزير ووئيل د درېم ډلې سرمايه كارۍ ٬ روزګار موقعو ٬ د ټېكنالوجۍ ټرانسفر ٬ سيمه ايز استحكام او اقتصادي پرمختګ كښ?? به لا اض??فه اوشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل وزیراعظم عمران خان د چین اولس مشر زي جن پنګ ته د پاكستان دورې بلنه وركړې ۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان ٬ افغانستان او د چین ترمېنځه درې كسيزه ستراتېژكې خبرې اترې هم خوشبينه پېشرفت دے ۔ ده ووئيل پاکستان د افغان حکومت او اولس په مشرۍ كښ?? د امن عمل ملاتړ كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل چين نه يوازې اقتصادي بلكې شاندار بشري پرمختګ هم كړې دې