اسلام ??با?? ۔ 5 فروری (اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئيلي دي هند په مقبوضه كشمير ك??ې په تش لاس كشميريانو د ظلم او بربريت انتها كوي۔ نړيواله ورورولي دې په مقبوضه كشمير ك??ې د روان هندي جارحيت مخه نيولو له خپل كردار ترسره كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده يو نجي ټي وي سره خبرو كښې وكړه۔ د?? ووئيل پاكستان د پيپلز ګوند او پاكستان مسلم ليګ نون تېر حكومتونه د قومي معيشت په شمول د هېواد د ادارو د تباهۍ ذمه وار دي۔ د?? ووئيل دواړو به په خپل خپل حكومت كښې په يو بل ټكونه كول ولې نن د ذاتي ګټو لپاره يو ځائې شوي دي۔ د?? ووئيل پاكستان تحريك انصاف ټول??ې څخه كرپشن ختمولو له كار كوي۔ د?? ووئيل پاكستان تحريك انصاف د قانون په سرلوړۍ باور لري او د احتساب سپېځلې عمل روان ساتل غواړي۔ ده مخالفې ډلې ته بلنه وركړه چې د بدعنوانۍ په ضد سخت قانون جوړولو له راوړاندې شي۔