میانوالی ۔ 27 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د اتوار په ورځ ميانوالي كښې د نمل سټي اولنې اكېډمك بلاك پر??نسته ??كړ??۔ د نالج سټي جوړولو مقصد ميانوالي كښې يو داسې مركز جوړول دي چرته چې د علم او تحقيق هلې ځلې روانې او ددې يو بل سره ګډول ممكن وي۔ په نالج سټي كښې به اکېډېمک بلاکس، نالج سېنټر، سپورټس کمپلېکس، اسپتال، ټېکنالوجی پارکس، بزنس سېنټرز، شاپنګ مالز، ډېری فارم، ریزارټ، سافټ وئېر هاوسز، هوټلز، پر??ئمری سکول او استاذانو لپاره د استوګنې كالوني جوړولې شي۔ د نالج سټی په جوړولو به نزدې 200 ملينه ډالره مصرف كولې شي۔ دا منصوبه به تر كال 2027ء بشپړ شي۔ ددې ځائې آبادي به په 11 زره كسانو مشتمل وي او نزدې په 4 ملین مربع فټ زمكه به دا ودانۍ جوړولې شي۔ دلته به د 7 زره طالبعلمانو او طالباتو او د 600 فېکلټی غړو ګنجائش وي۔ نمل هغه پوهنتون دې چرته چې 97 فیصد طالبعلمانو سره مالي مرسته كېږي۔ پوهنتون لپاره 1000 اېكړه زمكه ترلاس?? كړې شوې ده چرته چې د پاكستان د 55 ضلعو زده كوونكي زد?? كړې ترلاسه كوي۔ پوهنتون كښې دا مهال 32 فېكلټي غ??ي دي په كومو كښې چې 19 د ډاكټرېټ ډګري ترلاس?? كړې ده