اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د تجارت سېكتر محمد يونس ډهاګه وئيلي دي چې پاكستان او برازيل د دوه اړخيزه تجارت په زياتولو اتفاق كړے٬ د برازيل سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارې د زړه راكښونكو موقعو څخه استفاده كولې شي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئ??ل چې د تېرو دوه كلونو په مهال د پاكستان او برازيل د پرمختګ په شرح كښې ښه پرمختګ شوے او په دواړو هېوادونو كښې د نويو حكومتونو جوړېدو نه پس ښه موقع راغلې چې شريك تجارت ته وده ور??ړي۔ ده ووئ??ل چې د امنيت په صورتحال كښې بهتر??٬ سازګار كاروباري ماحول او مسابقت پاكستان سرمايه كارې لپاره يو غوره او زړه راكښونكې هېواد جوړ كړے۔ ده ووئ??ل چې ٬ د برازيل سرمايه كار په پاكستان كښې د سرمايه كارې د زړه راكښونكو موقعو څخه استفاده كولې شي۔