هنګو 25 نومبر(اے پي پي) دوهم داخله وزير شهریارخان آپریدي وئيلي دي هېواد دښمنه عناصر د كلايه غوندې د افسوس وړ پېښو د لارې هېواد كښې د عدم استحكام پېدا كولو ناكامه هڅې كوي٬ ?? هېواد دښمنه عناصرو به په مړانه مقابله كوٶ او د هغوي عزائم خاورې كولو لپاره قام يو موټې او يو غږ د?? ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په كلايه چاٶدنه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره د غمرازۍ په موقع خبريلانو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ دوهم داخله وزير سره په دې موقع د غلجو اوركزئۍ سېكټر كمانډر٬ د اوركزئۍ سكاٶټس كمانډنټ٬ دوهم كمشنر اوركزئۍ او نور چارواكي هم موجود وو چې د چاودنې د ځاې څارنه ئې وكړه او كلايه دربار كښې د شهيدانو كورنيو سره د يوالي څرګندونه سره ئې فاتحه خواني هم وكړه ۔ په دې موقع شهريار اپريدي قبائيلي مشرانو نمائنده پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل د ظالمانو به په مړانه مقابله كوٶ٬ د شهيدانو په غم كښې برابر شريك يو٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ځواكونو سره قبائيلي اولس هم لازواله قربانۍ وركړې چې مونږ ورته سلام كوٶ۔ ده ووئيل اسلام د انسانيت درس وركوي٬ ??رهګر د سازشونو د لارې مسلمانان خپلو كښې جنګول غواړي خو پاكستانې قام د رنګ ٬ نسل ٬ ژبې ٬ قوميت نه پرته د اتفاق او يوالي څرګندونه كولو سره د هېواد دښمنه عناصرو ارادې خاورې كړې دي۔ ده په پېښه كښې شهيدانو لپاره لس لكه ٬ سخت ژوبل ش??و لپاره 5 لكه او لږو ژوبل ش??و لپاره به سړي سر يو لك روپۍ د مرستې پېكج وركولو باور