سرينګر 18 نومبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كا??روائې كښې په شوپيا سيمه كښې دوه كشميريان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا س??وس له مخې دا كشمري ځوانان هندي ځواكونو په زينه پوره سيمه كښې د محاصرې او لټ??ن په مهال شهيدان كړي دي۔ تر وروستيو اطلاعاتو په سيمه كښې د هندي ځواكونو عمليات روان وو۔ له بلې خوا په سيمه كښې د دې ځوانانو په شهادت مظاهرې پېل شوې دي۔ قابض انتظاميې په شوپيا كښې د انټرنېټ س??وس معطل كړے۔